نيو يارك 24 ستمبر (اے پي پي) وزيرِاعظم محمد شهباز شريف د اوږدې مودې راهيسې په راروانو شخړو د تشويش څرګندوني سره په منطقه كښې د اوږدې مودې امن او استحكام لپاره د تحمل٬تاؤ تريښوالې كمولو او پرله پسې سفارتي رابطو په حاجت زور راوړې دغسې د ايران صدر ډاكټر مسعود پيزشكيان د ايران لپاره د پاكستان اصولي سفارت كاري او سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د پاكستان …
وزيرِاعظم شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پيزشكيان سره وليدل،په منطقه كښې د اوږدې مودې امن او استحكام قيام لپاره تحمل٬تاؤ تريښوالي ككولو او پرله پسې سفارتي رابطو په حاجت زور راوړو

مزید خبریں
نيو يارك 24 ستمبر (اے پي پي) وزيرِاعظم محمد شهباز شريف د اوږدې مودې راهيسې په راروانو شخړو د تشويش څرګندوني سره په منطقه كښې د اوږدې مودې امن او استحكام لپاره د تحمل٬تاؤ تريښوالې كمولو او پرله پسې سفارتي رابطو په حاجت زور راوړې دغسې د ايران صدر ډاكټر مسعود پيزشكيان د ايران لپاره د پاكستان اصولي سفارت كاري او سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د پاكستان شريكې هڅې وستائېلې۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ملاقات شوې۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬خاص مرستيال طارق فاطمي او دواړو هېوادونو اعلٰی چارواكي هم ملاقات كښې موجود وو۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د پاكستان او ايران ترمينځه نزدې او اوږدې مودې اړيكو پخلې كولو سره د شريكې خوښې ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا مستحكم كولو په ضرورت زور راوړې۔دواړو لارښودو د منطقې بدل شوې صورتحال په اړه هم د خيالاتو څرګندونه كړې۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د اوږدې مودې څخه په روانو شخړو د تشويش څرګندونه كولو سره په منطقه كښې د اوږدې مودې امن او استحكام قيام لپاره د تحمل٬تاؤ تريخوالې كښې كمې او پرله پسې سفارتي رابطو په ضرورت زور راوړې۔وزيراعظم اسلام آباد مفاهمتي يادښت له مخې ترسره شوې مفاهمت عملدرآمد روان ساتلو په اهميت هم زور راوړو او سيمه ايز امن او استحكام ودې لپاره د پاكستان مخلصانه او په تعميري كردار ادا كولو د خوښۍ څرګندونه وكړه۔صدر ډاكټر مسعود پزشكيان د ايران لپاره د پاكستان اصولي سفارت كارۍ او سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د باكستان شريكې هڅې وستائېلې۔د ايران صدر د پاكستان او ايران اړيكې قوي كولو هم زور راوړی كومې چې شريك تاريخ٬كلتور او مذهبي تړون لري او په بيلو څانګو كښې ګڼ اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو لپاره د ايران د قوي خواهش پخلے وكړو۔دواړو لخوا د موجوده چېلنجونو مخنيوي او پېښو موقعو څخه استفاده كولو لپاره باقاعده مشاورت او نزدې رابطې ساتلو په اهميت زور راوړې۔دوړاړو هېوادونو د سيمه ايز امن٬سلامتيا او خوشحالۍ ودې لپاره په ګډه كار كولو په اړه اتفاق كړې










