اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تاړ سره د اروپائي پارليمان غړي ميري خان په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي ملاقات وكړو ٬په ملاقات كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف شريكو اړيكو٬بشري حقونو ٬قانوني چارو٬جي ايس پي پلس او د جيو سټريټجك معاملات پشمول د شريكې خوښې په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په پلاوي كښې ډينس هوهلوخ، اسټینی سلاو اسټویانوف، توماش …
وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تاړ سره د اروپائي ائتلاف پارليماني پلاوي ملاقات٬دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو له د عزم څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تاړ سره د اروپائي پارليمان غړي ميري خان په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي ملاقات وكړو ٬په ملاقات كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف شريكو اړيكو٬بشري حقونو ٬قانوني چارو٬جي ايس پي پلس او د جيو سټريټجك معاملات پشمول د شريكې خوښې په چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په پلاوي كښې ډينس هوهلوخ، اسټینی سلاو اسټویانوف، توماش فروئلش، ډین پیډوك او موزیز شامل وو۔د زيارت په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ پلاوې د پاكستان آئيني و قانوني نظام٬بشري حقونو او اړوند قانوني فريم ورك په اړه د پاكستان دريځ نه خبر كړو۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان په داخلي او قانوني معاملات د هېواد آئيني٬قانوني٬سماجي او سيمه ايز تناظر كښې د پوهېدو ضرورت دے۔ده ووئيل پاكستان د تېرو څو لسيزو په مهال د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد جنګ كښې بې شمېره قربانۍ وركړې دي كومې چې د پاكستان بشري حقونو او سلامتيا په اړه د معاملات جاج اخستلو په وخت تر نظره ساتل پكار دي۔سينيټر اعظم نذير تارړ ووئېل د پاكستان قانوني نظام د آئيني تقاضو٬د هېواد قوانين او ځايې حقائق له مخې كار كوي او د مذهبي اقليتونو حقونو لپاره آئيني او قانوني تحفظ موجود دے۔ده پلاوې د سائبر قوانين په اړه هم خبر كړو او وې وئېل پاكستان سائبر قوانين كښې د رائے څرګندونه٬تر معلومات رسنه٬سائبر جرائم٬مالياتي فراډ او د نورو اړوند جرائم احاطه كولې شي۔اروپائي پارليماني پلاوې د پاكستان جيو سټريټجك اهميت او په منطقه كښې رامخې ته شوي چېلنجونه تسليمولو سره د پاكستان او اروپا ترمينځه شريك ګټې او د شريكو چېلنجونو په لړ كښې د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړو۔ د پلاوي غرو د پاكستان بشري حقونو په اړه معلامات د پاكستان كلتور٬تاريخي٬سماجي او جغرافيائي تناظر كښې د پوهېدو په اهميت زور راوړو۔اروپائي پارليماني پلاوي د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه بشري حقونو ٬جي ايس پي پلېس او نورو چارو له د معني لرونكې مكالمے په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل د پاكستان نقطه نظر اروپائي پارليمان كښې لا په موثر انداز رامخې ته كولو ضرورت دے۔ډلو د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينحه افهام و تفهيم٬پارليماني رابطو او دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔










