ځوانان د پرمختګ په عمل كښې د شاملولو نه غير د پرمختګ  خوب تعبير نشي موندلے۔ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال

  فيصل آباد 24 ستمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د پاكستان د پرمختګ خوب تر هغې تعبير نشي موندلے  تر څو چې ځوان كل د پرمختګ په عمل كښې شامل نه كړے شي۔ د پاكستان زياتره وداني په ځوانانو مشتمله ده٬ځكه  د نن شوو پريكړو اثرات به د راتلونكو  څو لسيزو په ځوان نسل مرتب شي۔ده ووئيل  په هېواد …

 

فيصل آباد 24 ستمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د پاكستان د پرمختګ خوب تر هغې تعبير نشي موندلے  تر څو چې ځوان كل د پرمختګ په عمل كښې شامل نه كړے شي۔ د پاكستان زياتره وداني په ځوانانو مشتمله ده٬ځكه  د نن شوو پريكړو اثرات به د راتلونكو  څو لسيزو په ځوان نسل مرتب شي۔ده ووئيل  په هېواد كښې د صحت مند٬تعليم يافته او شعور لرونكو ځوانانو نسل  ته ضرورت دے كوم چې په سباؤن كښې د پاكستان مشري سنبهاله كړي۔د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ګورنمنټ كالج ويمن يونيورسټي فيصل آباد كښې زده كوونكو ته خطاب كولو۔په  دې موقع ده ووئيل  دا زما لپاره د اعزاز خبره ده چې ماته يونيورسټۍ كښې د دوو د پروژو پرانستې موقع ترلاسه شوه۔يونيورسټۍ ته په راتګ د خوشحالۍ څرګندونې كولو سره وفاقي وزير ووئيل په اداره كښې نزدې 11 زره زده كوونكي تعليم ترلاسه كوي كومه چې د دې خبرې څرګندونه ده چې د ميرمنو لپاره د اعلٰی تعليم موقعو كښې اضافه كيږي۔ده  د خپلې نارووال ضلعې حواله وركولو سره ووئيل په يو وخت كښې هلته كومه اعلٰی تعليمي اداره موجود نه وه٬صلاحيت لرونكې ماشومان  د ښو نمبرز او پوزيشنز ترلاسه كولو باوجود  د اعلٰی تعليم لپاره نورو ښارونو ته تللے نه شو۔ده ووئيل  د دې ضرورت له مخې يونيورسټي آف نارووال جوړه كړه شوه چرته چې اوس نزدې 8 زره زده كوونكي تعليم ترلاسه كوي۔وفاقي وزير ووئيل د منصوبه بندۍ او پرمختګ په وزارت كښې د ځوانانو لپاره ينګ ډويلپمنټ فيلوز پروګرام پېل كړے شوے  ؤ چې له مخې يې د هېواد بيلو پوهنتونونو څخه 40 ځوانانو ته  فيلوشپ وركړے كېدو  ۔د دغې  نه پس  دې پروګرام  تر نورو سيمو پراخه كولو  له بيلو پوهنتونونو كښې  چيپټرز جوړ كړے شول او اوس په 165 پوهنتونونو كښې دا چيپټرز كار كوي۔ دې ځوانانو  له د ليډر شپ ټرينګ هم  وركړے كيږي دغسې چې هغوي په سباؤن كښې د پاكستان مشرۍ لپاره چمتو وي۔په دستوره كښې د وزيراعظم د كامرس كوآرډينيټر رانا احسان افضل٬پرنسپل ګورنمنټ ويمن كالج پروفيسر ډاكټر كول امين٬د  فيكلټۍ غړو ۔استاذانو٬ميډيا استازو او زده كوونكو په لويه شمېره ګډون وكړو۔

 

مزید خبریں