اسلام آباد۔24ستمبر (اے پي پي)د صدر مملکت وياند مرتضیٰ سولنګي وئېلي دي ناجائز طالبان رجیم كه دا ګڼي چې د پولې نه پورې لېږلي عناصر به په ګوډاګو پاکستان يرولي شي نو هغوي د سختې غلط فهمۍ ښكار دي ۔ د زيارت په ورځ د سماجې رابطې په ویب پاڼه ایکس يو بیان كښې ده ووئېل پاکستان په فشار كښې څوك راوستلے شي او نه يې پام بلخوا اړولې …
د پاکستان سره په محاذ جوړولو به د طالبان رجیم ناکامۍ لا زياتې شي ،د صدر مملکت وياند

مزید خبریں
اسلام آباد۔24ستمبر (اے پي پي)د صدر مملکت وياند مرتضیٰ سولنګي وئېلي دي ناجائز طالبان رجیم كه دا ګڼي چې د پولې نه پورې لېږلي عناصر به په ګوډاګو پاکستان يرولي شي نو هغوي د سختې غلط فهمۍ ښكار دي ۔ د زيارت په ورځ د سماجې رابطې په ویب پاڼه ایکس يو بیان كښې ده ووئېل پاکستان په فشار كښې څوك راوستلے شي او نه يې پام بلخوا اړولې شي او نه دا مرعوب کولې شي ، کابل له په دې خوش فهمۍ كښې نه دي اوسېدل پكار چې د هغوي راپارونكې هڅې به د كومو نتجو نه غېر لاړه شي ۔ ده ووئېل كومه هم مصنوعي محاذ جوړونه پاکستان د سيمه ايز او نړيوال امن لپاره د خپلو سفارتي هڅو نه نشي اخوا كولې ، او نه كوم بهرنے يرغل د طالبانو حکومت د نه تر سره كېدونكو وعدو ، داخلي جبر او ذمه وارہ واكمنۍ كښې د ناکامۍ ریکارډ پټولې شي ۔ ده ووئېل طالبان رجیم د افغانستان نيمه وداني تر خپلو كورونو محدود كړې ده ، مېرمنو او انجونو ته د تعلیم، روزګار او بنیادي آزادیو اجازه نشته ، هغوي په مذهبي او نسلي اقلیتونو د جبر سلسله روانه ساتلې ده او د پاکستان خلاف مصنوعي مذهبي او تشه د نامې قام پرستانه اشتعال راپیدا کولو له هڅې كوي ، دا د هغوي د داخلي ناکامیو او د دوحه لوظنامې تر مخه د خپلو وعدو نه د پاكم ګرځولو يو واضحه کوشش دے ۔ ده ووئېل طالبان رجیم له په يوه خبره ځان په واضحه ډول پوهه كول پكار دي چې د پاکستان سره محاذ جوړولو څخه به هغوي د ته د خپلو ناكاميو څخه خلاصے تر لاسه نشي بلکې دغه به لا زيات كړي، هر يرغل به هغوي نور يوازې كړي او د هغوي غیر ذمه واري به بے نقابه كوي ۔ ده ووئېل طالبان رجیم كښې دا امر پرله پسې واضحه كېږي چې هغه نه يوازې د افغانانو لپاره خطر لري بلکې د خپلو ګاونډيانو هېوادونو او د نړيوال امن و سلامتیا لپاره هم د استحکام د نشتوالي زياتېدو سبب دي ۔د طالبانو وړومبے حكومت هم د انتها پسندہ طرز عمل او تنهائۍ د بار لاندې ختم شوے ؤ ۔ ده ووئېل كه موجودہ حکومت په دې لاره روان پاتي شو او پخپل ریکارډ كښې يې د پولې بورې د يرغل اضافه كوله نو هغه د دې نه هم د زیات تباهۍ لرونكې د سیاسي انجام خطر سره مخ كېدے شي ۔











