پنډۍ /کوئټه ۔24ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د ترهه ګرۍ په کارروائیو كښې د ككړو افغان عناصر كوټلي شواهد يو وارې بيا رامخې ته شوي دي ۔ د سکیورټي ذرائعو تر مخه د بلوچستان په مستونګ سيمه كښې په شوي بريد كښې وژلے شوو د فتنہ الهندوستان ترهه ګرو كښې افغان وګړي موندلے شوي دي۔ د کارروائۍ په مهال وژلے شوے ترهه ګر ذوالفقار عرف ابو عمر د …
پاکستان كښې په ترهه ګرۍ كښې د افغان وګړو د ككړتيا شواهد رامخې ته شول، مستونګ بريد كښې د وژلے شوو ترهه ګرو څخه افغان دستاویزات ترلاسه شول

مزید خبریں
پنډۍ /کوئټه ۔24ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د ترهه ګرۍ په کارروائیو كښې د ككړو افغان عناصر كوټلي شواهد يو وارې بيا رامخې ته شوي دي ۔ د سکیورټي ذرائعو تر مخه د بلوچستان په مستونګ سيمه كښې په شوي بريد كښې وژلے شوو د فتنہ الهندوستان ترهه ګرو كښې افغان وګړي موندلے شوي دي۔ د کارروائۍ په مهال وژلے شوے ترهه ګر ذوالفقار عرف ابو عمر د قبضې نه د افغان جنرل ډائریکټوریٹ آف انټیلې جنس (جي ډي آئي) رسمي کارډ تر لاسه شوے دے ، دغسې د يو بل وژلي شوي ترهه ګر خلیل احمد نه افغان قامي تذکرہ تر لاسه شوې ده ۔ د امنيتي ذرائعو وېنا ده پاکستان كښې د ورانكارۍ لپاره د هند استخباراتي ایجنسي “را” او د طالبانو رجیم جوړه جاړه وړاندې هم په انټیلې جنس رپورټس كښې بے نقابه شوې ده۔ د رپورټ تر مخه 2025 كښې “را” او د افغان طالبان استخبارات تر مينځه د شريك نیټ ورک انکشاف شوے ؤ د كوم تر مخه چې د هند ایجنسۍ بلوچستان كښې د ناامنۍ خپرولو لپاره 78 لاکھ ډالر وركړي وو ۔رپورټ كښې وئېلي شوي دي د طالبانو مشر ملا هیبت اللہ په امر د فتنہ الهندوستان ترهه ګرو ته جدید وسله او لاجسټک سپورټ وركړے شوے ٬ دغسې د طالبان رجیم د اړخه د وسلې وركولو لپاره ليكلې شوې رسمي چيټۍ هم د دغه جوړې جاړې واضحه ثبوت دے ۔ د ذرائعو تر مخه د هند “را” د افغان طالبان رجیم په مرسته د پاکستان خلاف افغان خاوره د ترهه ګرو تربیې، مالي معاونت او د خوندي پتن ځايونو په توګه پرله پسې كاروي ۔











