اسلام آباد 24 ستمبر (اے پی پی) د قانون وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي په صنفی بنیاد تشدد ختمولو لپاره ټولنه كښې ميرمنو او نارينه له يو برابر موقعي به وركول وي، د ميرمنو تعلیم، روزګار او د ژوند په بيلو څانګو كښې به يو ډول شركت باوري كول وي،په كومه ورځ چې صنفي فرق ختم شي په هغه ورځ به د تشدد مسئلو كښې هم …
په صنفی بنیاد د تشدد ختمولو ته اړتيا ده،د ميرمنو تعلیم، روزګار او د ژوند بيلو څانګو كښې يو ډول ګدون به باوري كول وي۔اعظم نذیر تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 24 ستمبر (اے پی پی) د قانون وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي په صنفی بنیاد تشدد ختمولو لپاره ټولنه كښې ميرمنو او نارينه له يو برابر موقعي به وركول وي، د ميرمنو تعلیم، روزګار او د ژوند په بيلو څانګو كښې به يو ډول شركت باوري كول وي،په كومه ورځ چې صنفي فرق ختم شي په هغه ورځ به د تشدد مسئلو كښې هم كمے راشي۔دستوري ته وينا كښې وفاقی وزیر ووئيل ميرمني د تعلیم او روزګار موقعو څخه محرومه ساتل او هغوي يواځې تر كورنيو چارو محدود كول سم طرز عمل نه دے، ميرمنو له د هېواد چارو ، روزګار او ژوند بيلو څانګو كښې د نارينه برابر كار كولو موقعي بايد وركړې شي۔ده ووئيل د نړۍ بيل هېوادونه كوم چې په خاص توګه د خپلو مذهبی یا كلتوري روایات په وجه د ميرمنو محدود شركت په اړه پيژندلې كيږي ،هلته هم د ميرمنو شركت او كردار كښې بدلون راغلے، ميرمني بينكونو،روغتونونو ، كارخانو او پوهنتونونو پشمول د ژوند بيلو څانګو كښې د نارينه ؤ سره اوږه په اوږده كار كوي۔ وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ ووئيل اسلام د ميرمنو د حقونو څخه انكار نه دې كړے بلكه ميرمنو له ئې عزت او حقونه وركړي۔ده ووئيل حضرت خدیجهؓ د خپل دور كامیابه سوداګره وه او زمونږ لپاره رول ماډل ده ،ځكه دا تصور سم نه دے چې د ميرمنو كار يواځې تر كور محدود دے۔وفاقی وزیر د دې عزم څرګندونه وكړه چې اجتماعی هڅو سره داسې ټولنه جوړيدې شي چرته چې ميرمنو ته يو برابر موقعې ترلاسه وي او په صنفی بنیاد د تشدد خاتمه ممكن وي۔











