اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي)وفاقي حكومت د خېبرپښتونخوا حكومت په مجوزه بدل كړي پوليس ايكټ د سختو تحفظاتو څرګندونې كولو سره دا په سپريم كورټ كښې د چېلنج كولو رسمي اعلان كړے دے٬د آئين او قانون له مخې صوبه خپل جلا پوځ يا پوليس نشي جوړولې او نه پوليس سروس آف پاكستان (پي ايس پي)بنيادي قواعد و ضوابط كښې كومه صوبه يو اړخيزه بدلون كولې شي۔د زيارت …
صوبې خپل جلا پوځ او پوليس نشي جوړولې٬د كے پي متنازعه پوليس ايكټ به سپريم كورټ كښې چېلنج كوو۔طلال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي)وفاقي حكومت د خېبرپښتونخوا حكومت په مجوزه بدل كړي پوليس ايكټ د سختو تحفظاتو څرګندونې كولو سره دا په سپريم كورټ كښې د چېلنج كولو رسمي اعلان كړے دے٬د آئين او قانون له مخې صوبه خپل جلا پوځ يا پوليس نشي جوړولې او نه پوليس سروس آف پاكستان (پي ايس پي)بنيادي قواعد و ضوابط كښې كومه صوبه يو اړخيزه بدلون كولې شي۔د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته د خطاب كولو په مهال د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري ووئيل مجوزه ايكټ اوس يوازې د صوبائي كابينې څخه منظور شوے دے خو د خېبرپښتونخوا حكومت لپاره به بهتر وي چې هغوي د عقل نه كار واخلي ځكه چې وفاق سره د دې مخ نيوي لپاره ټول آئيني او قانوني آپشنز موجود دي او دا متنازعه ايكټ به سپريم كورټ كښې چېلنج كولې شي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت نه يوازې د انسپكټر جنرل آف پوليس(آئي جي) د اختيارات خلاف ورزي كړې بلكې د فورس ټول كمانډ اينډ كنټرول اسټركچر يې هم تباه كړے دے۔مجوزه مسوده كښې په ښكاره توګه سياسي مداخلت او بدنيتي ښكاري د كومې د لارې چې وزيراعلٰی د ډي ايس پي نه تر آئي جي ټولې تقررۍ او تبادلو اختيارات خپل جيب او سياسي ګوند تابع كولو له ناوړه هڅه كړې۔ده پوښتنه وكړه كه چرې كمانډ سټركچر ختم شو نو ولې پوليس فورس به د خپل پيشه ور افسرانو په ځائے سياسي استازو پلو ګوري او په داسې صورت كښې د ترهه ګرۍ په ضد موثر جنګ څنګه كولې شي؟طلال چوهدري نشاندهي وكړه چې د پوليس افسرانو تعيناتۍ په اړه عمومي مشاورت او د هدايات اختيارات د وړاندې نه د ټولو صوبو اعلٰی وزيرانو سره موجود دي خو بنيادي كمانډ منسوخ كول غېر آئيني دے۔د كے پي حكومت په كاركردګۍ پوښتنه كولو سره ده ووئېل خېبرپښتونخوا د تېرو 15 كلونو نه تر 20 كلونو ترهه ګرۍ په ضد جنګ كوي خو د افسوس خبره دا ده چې كاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ(سي ټي ډي)نن هم د كرايه په ودانو كښې ميشته دے او فورس د ضروري وسائل څخه محروم ساتل شوے۔د صوبائي حكومت لخوا په وفاق د تورونو په ځوابونو كښې طلال چوهدري ووئيل د صوبائي مشرتابه ادعا كوي چې زمونږ وزير تخښتولے شوے ٬ كه چرې صوبائي حكومت دا دومره بې بس او لاچار دے نو بيا د اقتدار په چوكو ولې ناست دي؟پايه تخت كښې د امن او امان او سړكونو بندېدو په اړه ګردش كونكې افواګانې رد كولو سره داخله وزير مملكت ووئېل اسلام آباد ته راتلونكې ټولې 125 لارې په بشپړه توګه پرانستې او هر ډول تګ راتګ لپاره بحال دي۔ښكاره دې وي چې د خېبرپښتونخوا كابينې پوليس ايكټ 2026 مجوزه مسودې منظوري وركړې ده چې له مخې يې د صوبائي پوليس مشر تعيناتۍ پشمول پوليس پالېسۍ٬انتظامي٬آپريشنل او مالياتي معاملات كښې د صوبائي حكومت اختيارات پراخه كولو تجاويز شامل كړی شوي۔











