روم/اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين ايشيا و بحرالكاهل لپاره د ملګرو ملتونو د خوراك و زراعت ادارې (اېف اے او) ډپټي ريجنل استازي رابرټ سمپسن او د اېف اے او استازې ريبيكا بيل سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د پاكستان او اېف اے او ترمينځه د زراعت او غذائي تحفظ په څانګو كښې د مرستي لا …
د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د اېف اے او قيادت سره وليدل، كر كېله او غذائي تحفظ كښې په مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
روم/اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين ايشيا و بحرالكاهل لپاره د ملګرو ملتونو د خوراك و زراعت ادارې (اېف اے او) ډپټي ريجنل استازي رابرټ سمپسن او د اېف اے او استازې ريبيكا بيل سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د پاكستان او اېف اے او ترمينځه د زراعت او غذائي تحفظ په څانګو كښې د مرستي لا زياتولو په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وزارتِ د اړخه د زيارت په ورځ جاري اعلاميې له مخې د ملاقات په مهال د پاكستان زرعي ترجيحات او پائيدار غذائي و زرعي نظام، غذائي تحفظ، زرعي پرمختګ او كروندګرو معاونت لپاره د شريكي مرستي د امكانات جاج واخستلے شو ۔وفاقي وزير د پاكستان سره د اېف اے او پرله پسې مرستې ستائيلو سره ووئيل زراعت ته پېښو چيلنجونو مخنيوي لپاره نړيوالي شراكت دارۍ ته وده وركول د وخت مهم حاجت دے۔ده زرعي پيداوار كښې ښه والي او زرعي نظام لا قوي كولو لپاره د علم و تجربو په تبادله ، تكنيكي مرسته، تحقيق او جدت په اهميت زور راوړو۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين پائيدار زرعي پرمختګ،ښه غذائي تحفظ او د كروندګرو معاش لا قوي كولو لپاره د اېف اے او سره نزدې مرستې روانې ساتلو له د عزم پخلے وكړو۔ده هيله څرګنده كړه چې پرله پسې رابطو سره به د پاكستان او اېف اے او ترمينځه پخوانۍ شراكت داري لا مستحكمه شي۔











