پينډۍ 24 ستمبر (اے پي پي) سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د مالديپ د اولسي مجلس سپيكر عبدالرحيم عبدالله د پينډۍ په جي ايچ كيو پينډۍ كښې مهم ملاقات وكړو چې پكښې د شريكې خوښې په چارو،سيمه ايزي سلامتيا او به دوه اړخيزه مرستې خبرې وشوې۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي ايس پي آر) له مخې د ملاقات په مهال …
سرلښكر ٬ فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د مالديپ د اولسي مجلس سپيكر وليدل،د شريكي خوښې او سيمه ايزي سلامتيا په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پينډۍ 24 ستمبر (اے پي پي) سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د مالديپ د اولسي مجلس سپيكر عبدالرحيم عبدالله د پينډۍ په جي ايچ كيو پينډۍ كښې مهم ملاقات وكړو چې پكښې د شريكې خوښې په چارو،سيمه ايزي سلامتيا او به دوه اړخيزه مرستې خبرې وشوې۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي ايس پي آر) له مخې د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د سيمي په مجموعي صورتحال او د شريكو اړيكو په وده د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔په دې موقع سرلښكر ٬ فيلډ مارشل سيد عاصم منير واضحه كړه چې پاكستان مالديپ سره د ورورولۍ خپلي اړيكي مهمي ګڼي۔ده د دواړو هېوادونو شريكې ګټې لپاره دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو ل د پاكستان د كلك عزم پخلے وكړو۔د مالديپ د اولسي مجلس سپيكر عبدالرحيم عبدالله په سيمه كښې امن، استحكام او د سلامتيا ودې لپاره د پاكستان مثبت او تعميري كردار وستائيلو۔ده د پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو او د شريكې خوښي په ټولو څانګو كښې د مرستي لا پراخه كولو خوښي هم څرګنده كړه۔











