نیویارک ۔24ستمبر (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف د یورپي یونین سره د پراخه همكارۍ لا مستحکمولو او د پاکستان۔ اروپائي ائتلاف په اسټریټجک انګیجمنټ پلان د مکمل عملدرآمد عزم څرګندونې سره يې په دې خبره زور راوړے چې په اعلیٰ كچ مسلسل روابط د اړيكو لا پراختيا كښې مهم کردار ادا کوي ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلی په موقع د یورپي …
د وزیراعظم شهباز شریف د اروپا کونسل او یورپي کمیشن مشرانو سره ملاقات، د پراخه همكارۍ لا مستحکمولو عزم

مزید خبریں
نیویارک ۔24ستمبر (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف د یورپي یونین سره د پراخه همكارۍ لا مستحکمولو او د پاکستان۔ اروپائي ائتلاف په اسټریټجک انګیجمنټ پلان د مکمل عملدرآمد عزم څرګندونې سره يې په دې خبره زور راوړے چې په اعلیٰ كچ مسلسل روابط د اړيكو لا پراختيا كښې مهم کردار ادا کوي ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلی په موقع د یورپي کونسل صدر انتونیو لوئس سانتوس دا کوستا او د یورپي کمیشن صدر ارسلا ګرتروډ وان ډیر لیین سرره ملاقات كښې وكړه ۔ د وزیراعظم آفس میډیا څانګې لخوا جاري بيان تر مخه د ملاقات په مهال لارښودو د پاکستان او اروپائي ائتلاف د اړيكو د ټولو برخو جاج واغست او د پاکستان او اروپا تر مينځه په اعلې كچ اړيكو او روابطو يې د اطمینان څرګڼدونه وكړه ۔وزیراعظم د ائتلاف سره د همكارۍ په لا مستحکمولو او د پاکستان یورپي یونین اسټریټجک انګیجمنټ په پلان د مکمل عملدرآمد عزم يې څرګند كړو ۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې په اعلیٰ كچه مسلسل روابط د اريكو پراختيا كښې مهم کردار ادا کوي ۔وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان د معاشي پرمختګ، د روزګار موقعو په راپیدا کولو او د ائتلاف سره د تجارت ودې لپاره د جي ایس پي پلس اهمیت رامخې ته كړو او د دې فریم ورک ترمخه يې د اروپا سره مسلسل روابط روانه ساتلو له د پاکستان عزم څرګند كړو ۔ لاروښودو په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم خبرې وكړې او د شخړو ، سفارت کارۍ ، نړيوال قانون او د شخړو امناكه حل اهمیت له يې پخلے وكړو ۔دغسې وزیراعظم د یورپي کونسل او یورپي کمیشن صدور ته د پاکستان دورې بلنه هم وركړه ۔








