پاکستان د ایران او امریکې تر مينځه د ثالث کردار ادا کولو له لوظي دے ، وزیراعظم شهباز شریف

  ملګري ملتونه ۔24ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د شورو په ورځ يو وارې  بيا د دې عزم څرګندونه كړې ده چې پاکستان د ایران او امریکې ترمينځه د ثالث کردار ادا كولو عزم لري او وئېلي يې دي اسلام آباد د دواړو هېوادونو ترمينځه تاو تريخوالي كښې د کمي راوستلو امید پرېښودے نه دے۔ وزیراعظم د ملګرو ملتونو په هیډکوارټرز كښې خبريالانو سره خبرو كښې په اسلام آباد مفاهمتي …

  ملګري ملتونه ۔24ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د شورو په ورځ يو وارې  بيا د دې عزم څرګندونه كړې ده چې پاکستان د ایران او امریکې ترمينځه د ثالث کردار ادا كولو عزم لري او وئېلي يې دي اسلام آباد د دواړو هېوادونو ترمينځه تاو تريخوالي كښې د کمي راوستلو امید پرېښودے نه دے۔ وزیراعظم د ملګرو ملتونو په هیډکوارټرز كښې خبريالانو سره خبرو كښې په اسلام آباد مفاهمتي یادداښت (ایم او یو) د لاس ليك حواله وركړه  په كوم چې د هغه سره د  امریکې صدر ډونلډ ټرمپ او د ایران صدر مسعود پزشکیان هم لاس ليك كړے ؤ ۔ ده ووئېل پاکستان د خپل ګاونډي هېواد  ایران او  امریکې تر مينځه د يو  مخلص او  دیانتدار ثالث کردار ادا کوي ۔وزیراعظم تسلیم کړه چې په لوظ نامه  د لاس ليك نه پس شوي پیش رفت غیر متوقع رخ اختیار کړے ، خو ده د دې خبرې پخلے وكړو  چې پاکستان  دې معاملې ته كره پام لرنه كوي  ۔ ده ووئېل پاکستان په بشپړ توګه په دې معامله نظر لري۔ مونږ  امید  نه دې پریښودے  ۔ مونږ مکمل عزم  لرو چې په  صورتحال كښې د تاو تريخوالي كمي  لپاره به لا هڅې وكړو او پیش رفت  به رامخې ته كړے شي ۔  د ایران او امریکې تر مينځه  د يو بل  ملاقات منصوبه بندۍ په اړه  د پوښتنې په ځواب كښې وزیراعظم ووئېل  د دواړو هېوادونو تر مينځه د رابطې عمل روان دے   او منطقه كښې د امن لپاره دوست او ورونه هېوادونه  هم خپل کردار ادا كوي۔

مزید خبریں