نیویارک۔24ستمبر (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف ویلي چې په بهرنیو هیوادونو کې مېشته صلاحیت لرونكي پاکستانی ځوانان زما په ګډون د ټول قوم ویاړ دي او زه په کلکه باور لرم چې د پاکستان قسمت یوازې ځوانان بدلولی شي ٬ د پاکستان په کچه د ځوانانو د ځواکمنولو لپاره د آئي ټي (IT)، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او عصري هنرونو د زده کړې په برخه کې ګامونه پورته کیږي۔ …
په بهرنیو هیوادونو کښې مېشته صلاحیت لرونكي پاکستانی ځوانان زما په شمول د ټول قوم ویاړ دي ٬ د وزيراعظم شهباز شريف په امريكا كښې د مېشته پاكستاني ځوانانو پلاويو سره ملاقاتونو كښې خبرې

مزید خبریں
نیویارک۔24ستمبر (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف ویلي چې په بهرنیو هیوادونو کې مېشته صلاحیت لرونكي پاکستانی ځوانان زما په ګډون د ټول قوم ویاړ دي او زه په کلکه باور لرم چې د پاکستان قسمت یوازې ځوانان بدلولی شي ٬ د پاکستان په کچه د ځوانانو د ځواکمنولو لپاره د آئي ټي (IT)، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او عصري هنرونو د زده کړې په برخه کې ګامونه پورته کیږي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس د رسنیو له څانګې خپره شوې خبرپاڼې له مخې وزيراعظم شهباز شریف په امریکا کې د مېشتو پاکستانیو ځوانانو له یوه پلاوي سره وکتل۔ په دغه پلاوي کښې د روغتیا، معلوماتي ټېکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او ټولنیزو سوداګرو (سماجی انټرپرینورز) ترڅنګ د بېلابېلو يوتھ اېن جي اوګانو مشران او پروفېشنلز کسان شامل وو۔ وزيراعظم د پلاوي تود هرکلی وکړ او ځوانانو ته یې بلنه ورکړه چې په بېلابېلو برخو کښې د ښه والي لپاره خپلې مشورې او وړاندیزونه وړاندې کړي او د پاکستان د پرمختګ لپاره خپل بشپړ رول ولوبوي۔ ده ووئيل په بهرنیو هیوادونو کې مېشته صلاحیت لرونكي پاکستانی ځوانان زما په ګډون د ټول قوم ویاړ دي او زه په کلکه باور لرم چې د پاکستان قسمت یوازې ځوانان بدلولی شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان په کچه د ځوانانو د ځواکمنولو لپاره د آئي ټي (IT)، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او عصري هنرونو د زده کړې په برخه کې ګامونه پورته کیږي۔ ده ووئيل ما چې د خادم پنجاب دور څخه صلاحيت لرونكو ځوانانو ته د لېپ ټاپ ٬ وظيفو او په معاشي توګه كمزورې زده كوونكو هلكانو او انجونو ته د تعليم يو برابر موقعې وركولو كومه لړۍ پېل كړې وه هغه د خادم پاكستان په دور كښې هم روانه ده۔ ځوانانو ترقۍ او به خاص توګه آئی ټی، انفارمېشن ټېکنالوجی او كاروبارۍ كښې آسانۍ رامخې ته كولو له د اقداماتو په كولو وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په ملاقاتونو كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ، خاص مرستيال بلال بن ثاقب، په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار، امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان احمد شېخ او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔











