نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سوريه خپلواكۍ٬اتحاد٬سيمه ايزي سلامتيا او سياسي آزادۍ لپاره د پاكستان د حمايت باور وركولو سره د سوريې اولس د قامي استحكام٬قامي يووالي٬امن او معاشي بحالۍ لپاره نيك هيلو څړګندونه وكړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع عرب جمهورته …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د سوريه صدر احمد الشرع سره وليدل

مزید خبریں
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سوريه خپلواكۍ٬اتحاد٬سيمه ايزي سلامتيا او سياسي آزادۍ لپاره د پاكستان د حمايت باور وركولو سره د سوريې اولس د قامي استحكام٬قامي يووالي٬امن او معاشي بحالۍ لپاره نيك هيلو څړګندونه وكړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع عرب جمهورته سوريه صدر احمد الشرع سره ملاقات كړې۔وزيراعظم د سوريې سره د پاكستان تاريخي او ورورولۍ اړيكو عزم پخلے وكړو۔دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د اعلٰی پائې رابطو ته وده وركولو٬اداره جاتي تګلاري فعالولو او تجارت او سرمايه كارۍ٬تعليم٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ او شريكې خوښې په نورو څانګو كښې مرسته شامله ده۔وزيراعظم د سوريه تعمير نو او معاشي بحالۍ كښې د كردار ادا كولو د پاكستان عملي مرستې خواهش څرګندونه كړې۔وزيراعظم د سوريې خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت لپاره د پاكستان اصولي حمايت واضحه كولو سره په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د مكالمے٬سفارت كارۍ او ملګرو ملتونو منشور اصولو احترام په اهميت زور راوړې۔دواړو لارښودو په سيمه ايز صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه كړې۔وزيراعظم د فلسطيني اولس حق خود اراديت او ملګرو ملتونو اړوند قراردادونو او نړيوال قانون له مخې د فلسطين مسئلې منصفانه او تل پاتې حل لپاره د پاكستان مستقل ملاتړ تجديد كړې۔په ملاقات كښې د پاكستان او سوريې ترمينځه اوږدې مودې اړيكو تجديد عهد كولو سره سره راتلونكو كلونو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو عزم هم څرګندونه كړې۔










