نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم اسحاق ډار په غزه كښې د روانو ظلمونو خاتمې، د خنډانو نه غېر د بشري مرستې باوري كولو او د آزاد و خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو لپاره د سياسي عمل مخ په وړاندې بوتللو په ضرورت زور راوړے دے ۔ د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي كلنې غونډې په موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير د فرانس …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار په غزه كښې د روانو ظلمونو خاتمې، د خنډانو نه غېر د بشري مرستې باوري كولو او آزاد و خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو لپاره د سياسي عمل مخ په وړاندې بوتللو ضرورت زور راوړو

مزید خبریں
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم اسحاق ډار په غزه كښې د روانو ظلمونو خاتمې، د خنډانو نه غېر د بشري مرستې باوري كولو او د آزاد و خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو لپاره د سياسي عمل مخ په وړاندې بوتللو په ضرورت زور راوړے دے ۔ د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي كلنې غونډې په موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير د فرانس صدر ايمانوئل ميکرون، د کاناډا وزيراعظم مارك کارني او د برتانيه وزيراعظم اينډي برنهم لخوا په رابللې شوې دوه رياستي حل په اړه د لوړې كچې نړيوالې غٶنډې د “مخ په وړاندې تګ لاره: نيويارك اعلاميې او جامع 20 نکاتي امن منصوبې يو كال پس” كښې ګډون وكرو او د پاکستان نکته نظر ئې شريك كړو ۔ د غونډه د پرانستې كلمات د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان آلسعود او د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونيو ګوتريس ادا كړل۔ په غونډه كښې د فلسطين صدر محمود عباس د (ويډيو لنك د لارې)، د سپين صدر پيډرو سانچيز، د قطر وزيراعظم و خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني، د مصر وزيراعظم مصطفيٰ مدبولي، د اردن نائب وزيراعظم و خارجه وزير ايمن الصفدي، د ناروے وزيراعظم جوناس ګهر اسټورے، د آئرلينډ نمائندګانو تاٶسيچ ، ميهال مارټن، د فن لينډ صدر اليګزينډر اسټب، د اروپائي کونسل صدر انتونيو کوستا، د بورډ آف پيس غزه لپاره اعليٰ نمائنده نکولے ملادينوف، د نيدرلينډز وزيراعظم روب جيټن او د ترکيه خارجه وزير حاکان فيدان ګډون وكړو۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير په غزه كښې د روانو ستونزو خاتمې ، د خنډانو نه غېر د بشري مرستې باوري كولو او آزاد و خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو لپاره د سياسي عمل مخ په وړاندې بوتللو په ضرورت زور راوړې، چې پولې ئې د كال 1967 نه وړاندې حدود له مخې وي او القدس الشريف ئې پايه تخت وي۔











