اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان سياسي، آئيني، قانوني او معاشي مسئلو حل لپاره د بيل آپشنز جاج واخستلے شو دغسې ګلګت بلتستان اولس له موثر سياسي و معاشي حقونو وركولو او قامي ژوند كښې د بشپړه ګډون په باوري كولو هم غور وشو۔د قانون و انصاف وزارت وياند له مخې دا جائزه د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ …
وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان په مسئلو د وزيراعظم ذيلي کمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان سياسي، آئيني، قانوني او معاشي مسئلو حل لپاره د بيل آپشنز جاج واخستلے شو دغسې ګلګت بلتستان اولس له موثر سياسي و معاشي حقونو وركولو او قامي ژوند كښې د بشپړه ګډون په باوري كولو هم غور وشو۔د قانون و انصاف وزارت وياند له مخې دا جائزه د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان مسئلو د وزيراعظم ذيلي کمېټۍ غونډه كښې واغستې شوه ۔د ګلګت بلتستان وزيراعلیٰ امجد حسين او د مخالفي ډلي مشر حافظ حفيظ الرحمن په غونډه كښې په خاص توګه ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ګلګت بلتستان په معاشي و مالياتي ضروريات، توان ، سيلګرۍ، قدرتي وسائلو او محصولات پشمول رابطه کارۍ او د نورو اړوندو چارو هم جاج واخستلے شو۔په دې موقع د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ ووئيل د ګلګت بلتستان قامي ژوند كښې موثر ګډون ته حكومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان مسئلو حل لپاره حکومت د ګلګت بلتستان قيادت او اړوندو ډلو سره د مشاورت سلسله روانه ساتلي۔د ګلګت بلتستان وزيراعلیٰ امجد حسين ووئيل د ګلګت بلتستان آئيني و قانوني تشخص لا ښه كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان مسئلو حل لپاره كوټلي او اوږدې مودې فريم ورك ته اړتيا ده










