اسلام آباد۔23ستمبر(اے پی پی) د پاکستان پیپلز پاړټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په پښتون كلتور ورځ د پښتنو په شمول ټول پاكستاني قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي پښتون كلتور د خپلو په زړې پورې دودونو ، مېلمه پالنې ٬ مړانې ٬ وفا او ورورولۍ ښكلې هويت دے۔ د شورو په ورځ په خپل پېغام كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل پښتون كلتور په پېړيو محيط يو داسې تهذيبي …
د پي پي پي چيئرمېن د پښتون كلتور ورځ په مناسبت د پښتنو په شمول ټول قام له مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔23ستمبر(اے پی پی) د پاکستان پیپلز پاړټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په پښتون كلتور ورځ د پښتنو په شمول ټول پاكستاني قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي پښتون كلتور د خپلو په زړې پورې دودونو ، مېلمه پالنې ٬ مړانې ٬ وفا او ورورولۍ ښكلې هويت دے۔ د شورو په ورځ په خپل پېغام كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل پښتون كلتور په پېړيو محيط يو داسې تهذيبي ميراث دے كوم چې د امن ٬ مينې او انسان دوستۍ په رنګونو د پاكستان ملي پیژندګلو ښكلې كړې ده۔ ده ووئيل پښتنو د پاكستان جوړښت ٬ جمهوريت او د هېواد سلامتيا له تل ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل د پښتنو مېندو ٬ مشرانو ٬ ځوانانو استقامت او قربانۍ زمونږ د ملي تاريخ د وياړ وړ باب دے۔ ده ووئيل د پاكستان ښكلا د دې د ټولو كلتوري رنګونو متقابل احترام او يووالي كښې ده۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل پيپلز پارټي په يو داسې پاكستان باور لري چرته چې هر قام ٬ ژبې او كلتور ته يو برابر احترام او د خپل هويت د څرګندولو حق ترلاسه وي۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل کلچر ډے مونږ ته خپلو كلتورونو سره د پېوست پاتې كېدو ٬ د يو بل د احترام كولو او د ملي يووالي لا مضبوطولو پېغام راكوي










