اسلام آباد۔23ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د شورو په ورځ د اروپائي ائتلاف پارلیماني پلاوي د اروپائي پارلیمان غړې ماریه خان په مشرۍ كښې ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې په مهمو سيمه ايزو و نړيوالو چارو پشمول د شرېكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ سپیکر ووئېل پاکستان د اروپائي ائتلاف سره اړېكو ته ډېر اهمیت وركوي۔ ده ووئېل د افغانستان خاورې څخه …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق سره د اروپائي ائتلاف پارلیماني پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔23ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د شورو په ورځ د اروپائي ائتلاف پارلیماني پلاوي د اروپائي پارلیمان غړې ماریه خان په مشرۍ كښې ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې په مهمو سيمه ايزو و نړيوالو چارو پشمول د شرېكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ سپیکر ووئېل پاکستان د اروپائي ائتلاف سره اړېكو ته ډېر اهمیت وركوي۔ ده ووئېل د افغانستان خاورې څخه پاکستان د ترهه ګرۍ سره مخ دے ،د افغانستان نه ترهه ګري لوي چیلنج دے ، پاکستان تر څلورو لسيزو د افغان كډوالو كوربتوب كړے۔ ده ووئېل پاکستان منطقه كښې امن او استحکام ليدل غواړي ، د هند سره تاو تريخوالي كښې پاکستان د ډېر تحمل څرګندونه وكړه ، پاکستان د سيمه ايز امن لپاره ذمه وار کردار ادا کړے ، دغسې پاکستان د سيمه ايزو شخړو امناكه هوارے غواړي۔ ده ووئېل پاکستان د موسمیاتي بدلونونو اثراتو څخه سخت ځپلے دے ۔سپیکر ووئېل موسمیاتي بدلون د پاکستان لپاره لوي چیلنج دے ، نړيواله ورورولي دې د موسمیاتي چیلنجز مخ نيوي له کردار ادا کړي ، د پاکستان پارلیمان د نړۍ وړومبے ګرین پارلیمان دے ، پارلیمان كښې د نمر برېښنا كارول ماحول دوسته اقدام دے ،ده ووئېل ګرین پارلیمان د پاکستان ماحوله دوسته عزم عکاس دے ۔سردار ایاز صادق ووئېل ویمن پارلیماني کاکس د مېرمنو د حقونو تحفظ له فعاله کردار ادا کوي ، دغسې قامي اسمبلۍ كښې چائلډ رائټس کاکس د كوچنيانو حقونو تحفظ۔ لپاره جوړ كړے شوے ۔ ده ووئېل پاکستان كښې اقلیتونو ته مکمل آزادي تر لاسه ده ، د اقلیتي پارلیماني غړو په پارلیمان كښې کردار د ستائېلو جوګه دے ، ۔ په دې مهال د اروپائي ائتلاف پارلیماني پلاوي په تود هر كلي كولو د سپیکر مننې كولو سره ووئېل د پاکستان منطقه كښې د امن لپاره کردار د ستائنې دے ، پاکستان د جغرافیائي په اعتبار سره ډېر مهم هېواد دے ، اروپا د پاکستان سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري










