نیویارک۔23 ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير سناتور اسحاق ډار په نیویارک کښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 81 مې غونډې په ترڅ کښې د بلغاریا د بهرنیو چارو وزیرې ډاکټر ویلسلاوا پیترووا چامووا سره ملاقات وكړو۔ د شورو په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له لوري د خپور شوي بیان له مخې دواړو مشرانو د پاکستان او بلغاریا د اړیکو …
د نائب وزيراعظم سېنټر اسحاق ډار د بلغاريه خارجه وزيرې ډاكټر وېلي سلاوا پيټرووا چامووا سره ملاقات

مزید خبریں
نیویارک۔23 ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير سناتور اسحاق ډار په نیویارک کښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 81 مې غونډې په ترڅ کښې د بلغاریا د بهرنیو چارو وزیرې ډاکټر ویلسلاوا پیترووا چامووا سره ملاقات وكړو۔ د شورو په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له لوري د خپور شوي بیان له مخې دواړو مشرانو د پاکستان او بلغاریا د اړیکو ټول اړخونه وکتل او په سیاسي او اقتصادي کچه يۍ د منظمو او زیاتېدونکو اړیکو له لارې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا هیله څرګنده کړه۔ دوی په سیمه ایز او نړیوال پېشرفت هم خبرې وکړې۔ نائب وزيراعظم وزیر ټینګار وکړو چې خبرې اترې او سفارتكاري یوازینۍ عملي لار ده چې ستونزې پرې هوارېدی شي۔ نوموړي د سیمه ایزو ستونزو د حل لپاره په سفارتي هلو ځلو کښې د پاکستان ملاتړ بیا تکرار كړو










