اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په سركاري دوره بېلاروس ته تللے۔ د سېنېټ سيكرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې دا دوره د كونسل آف دي ريپبلك آف بېلاروس چيئرپرسن نتاليه كوچانووا په بلنه كېږي٬ د دورې مقصد د پاكستان او بېلاروس ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې او پارلماني مرسته لا مستحكمول ده٬ د پاكستان او بېلاروس اړيكو كښې زيات شوے …
د سېنېټ چيئرمېن په سركاري دوره بېلاروس ته لاړو

مزید خبریں
اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په سركاري دوره بېلاروس ته تللے۔ د سېنېټ سيكرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې دا دوره د كونسل آف دي ريپبلك آف بېلاروس چيئرپرسن نتاليه كوچانووا په بلنه كېږي٬ د دورې مقصد د پاكستان او بېلاروس ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې او پارلماني مرسته لا مستحكمول ده٬ د پاكستان او بېلاروس اړيكو كښې زيات شوے مثبت پېشرفت او سياسي، پارلماني، اقتصادي او په اولسي كچه شريكې مرستې ته د ودې وركولو د مشتركه عزم په تناظر كښې د سېنېټ چيئرمېن دا دوره د خاص اهميت وړ ده٬ د دورې په مهال به د سېنېټ چيئرمېن د بېلاروس صدر، د پارلمان مشرانو او نورو لوړ پورو سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به د پاكستان او بېلاروس دوه اړخيزه اړېكې، پارلماني روابط او تبادلې، سيمه ايزو او په د نړيوالو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو معاملو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د سېنېټ چئيرمېن د رسمي پارلماني تبادلو، د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمېنځه اداره جاتي روابط ته ودې او د پارلماني غړو او كمېټو ترمېنځه د زياتو روابطو او مرستې په اهميت به زور راوړي۔ د سېنېټ چيئرمېن سره سينيټرز مير دوستين خان ډومكي، عمر فاروق كاسي، محسن عزيز، آغا شاهزيب دراني او عامر ولي الدين چشتي هم د بېلاروس په دوره دي۔ دا دوره د سينيټ آف پاكستان لخوا د پارلماني سفارتكارۍ او نړيوالو پارلماني روابطو د ودې د عزم څرګندونه ده چې مقصد ئې د پاكستان پراخه دوه اړخيزه او سفارتي هدفونه سر كښې موثره كردار ادا كول دي










