پېنډۍ۔23ستمبر(اے پي پي) پاک سمندري پوځ او پاکستان کوسټ ګارډز د جوائنټ مېري ټايم انفارمېشن کوآرډينيشن سېنټر په همکارۍ د بلوچستان په پيشوکان سيمه کښې په استخباراتي بنسټ د قاچاق په ضد ګډ عمليات كولو كښې د ممنوعه توکو د قاچاق يوه لويه هڅه ناکامه کړه۔ د آئي اېس پي آر له مخې د کره معلوماتو په اساس په ترسره شوو دغو ګډو عملياتو کښې په لویه کچه بهرني …
د پاك بحريه او كوسټ ګارډ ګډ عمليات٬ ممنوعه توكي او او غېر قانوني داروګان ونيول شول

مزید خبریں
پېنډۍ۔23ستمبر(اے پي پي) پاک سمندري پوځ او پاکستان کوسټ ګارډز د جوائنټ مېري ټايم انفارمېشن کوآرډينيشن سېنټر په همکارۍ د بلوچستان په پيشوکان سيمه کښې په استخباراتي بنسټ د قاچاق په ضد ګډ عمليات كولو كښې د ممنوعه توکو د قاچاق يوه لويه هڅه ناکامه کړه۔ د آئي اېس پي آر له مخې د کره معلوماتو په اساس په ترسره شوو دغو ګډو عملياتو کښې په لویه کچه بهرني شراب او غير قانوني داروګان ونيول شول. ترلاسه شوي توکي نورې قانوني كارروايۍ لپاره پاکستان کوسټ ګارډز ته سپارلې شوي دي۔ آئي اېس پي آر وئيلي دي عمليات د ادارو ترمنځه د بشپړه همغږۍ ښکاره ثبوت دے، او پاک بحريه او کوسټ ګارډز د پاکستان د سمندري او ځمکيزو لارو د غير قانوني فعاليتونو څخه د خوندي ساتلو لپاره بشپړ عزم لري۔










