د شخړو او تېلو رسنه كښې د پېښو ستونزو له امله نړيوال پام د توان خونديتوب پلو ګرځېدلے: سېنېټر اورنګزېب

  نیویارک۔23ستمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د جغرافیائي او سیاسي شخړو او د تېلو رسنه كښې د رامخې ته شوو ستونزو له امله د نړۍ پام د توان منتقلۍ نه زيات د توان خوندي كولو چېلنج پلو ګرځېدلے دے۔ دا خبره ده د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81 مې كلنې غونډې په موقع بېلو شخصياتو سره ملاقاتونو او مذاكرو كښی وكړه۔ د خزانې وفاقي …

 

نیویارک۔23ستمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د جغرافیائي او سیاسي شخړو او د تېلو رسنه كښې د رامخې ته شوو ستونزو له امله د نړۍ پام د توان منتقلۍ نه زيات د توان خوندي كولو چېلنج پلو ګرځېدلے دے۔ دا خبره ده د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81 مې كلنې غونډې په موقع بېلو شخصياتو سره ملاقاتونو او مذاكرو كښی وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير د توان تحفظ ، د اېوي اېشن څانګه كښې په مرسته ، د روغتيا په پروګرام عملدرآمد او د موسمياتي بدلون  په اړه نړيوالو همكارانو سره د اعلی كچې ملاقاتونو او په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير د نړيوال اقتصادي فورم تر اسېوري لاندې معيشت سره د اړوندې لوړې كچې مكالمه كښی ګډون وكړو۔ ده ووئيل د جغرافیائي او سیاسي شخړو او د تېلو رسنه كښې د رامخې ته شوو ستونزو له امله د نړۍ پام د توان منتقلۍ نه زيات د توان خوندي كولو چېلنج پلو ګرځېدلے دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې د شمسي توان په پراختيا كښې نجي څانګې په زړه پورې كردار ترسره كړے دے۔دا په درآمدي ايندھن انحصار كمولو له د تجديد وړ توان صلاحيت څرګندوي۔ وفاقي وزير د بوئنګ ګلوبل صدر ډاکټر برېنډن نېلسن سره هم ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پي آئي اے د فضائی بېړۍ په جديد كارۍ او د پاكستان اېوي اېشن څانګه كښی په پراخه همكارۍ خبرې وشوې۔

مزید خبریں