پېنډۍ 23 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ چمتو او فعاله ائير ډيفنس سسټم د پاكستان فضائي حدود په خلاف ورزۍ د افغان طالبان رجيم اته واړه ډرونز په فضا كښې تباه كړل ۔ د امنيتي ذريعو له مخې د شورو په ورځ سهار د افغان طالبان رجيم لخوا اته ډورنز د پاكستان په فضائي حدود كښې داخل شول چې مقصد ئې اولسي ځايونه په نخښه كول وٶ …
د پاك فضائيه او ائير ډيفنس په وخت كارروائۍ، د افغان رجيم اته واړه ډرونز رانسكور كړے شول
پېنډۍ 23 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ چمتو او فعاله ائير ډيفنس سسټم د پاكستان فضائي حدود په خلاف ورزۍ د افغان طالبان رجيم اته واړه ډرونز په فضا كښې تباه كړل ۔ د امنيتي ذريعو له مخې د شورو په ورځ سهار د افغان طالبان رجيم لخوا اته ډورنز د پاكستان په فضائي حدود كښې داخل شول چې مقصد ئې اولسي ځايونه په نخښه كول وٶ خو پاك فضائيه او دفاعي نظام په سمدستي توګه په غبرګون ښودلولو دغه بزدلانه هڅه په وظيفائي ډول ناكامه كړه ٬ د كارروائۍ په مهال 4 ډرونز طورخم بارډر سره خوا اوشا سيمه كښې او 4 ډرونز د ضلع كوهاټ سره متصل غره ايزه سيمه كښې رانسكور كړے شول ۔ سكيورټي ذريعو واضحه كړې ده چې دا فضائي دراندازي د افغان رجيم لخوا د ترهګرو په جار د سرپرستۍ يو بل واضحه ثبوت دے٬ د يادونې وړ ده تېره شپه هم پاك پوځ په كرم سيكټر كښې د بې دليله ډزو په ځواب كښې د پولې پورې غاړې ته د افغان طالبان رجيم يو شمېر پټنځايونه او مورچې د موثره ځوابي كارروائۍ د لارې ويجاړې كړې وې










