نیویارک۔23ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د او اې سي ارتباطي ډله دې په کشمیر د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو فورمونو په کچه خپل متفقه دريځ برقرار وساتي٬ د كشمير شخړه په نړيواله كچه تسليم كړې شوې ده٬ د هند لخوا كوم ملكي قانون ٬ انتخابي عمل ٬ عدالتي پرېكړه يا د آبادۍ تناسب كښې بدلون د خپلواكۍ حق متبادل ګرځېدې نه …
او اې سي دې په کشمیر د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو فورمونو په کچه خپل متفقه دريځ برقرار وساتي: د نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار غونډې ته خطاب
نیویارک۔23ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د او اې سي ارتباطي ډله دې په کشمیر د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو فورمونو په کچه خپل متفقه دريځ برقرار وساتي٬ د كشمير شخړه په نړيواله كچه تسليم كړې شوې ده٬ د هند لخوا كوم ملكي قانون ٬ انتخابي عمل ٬ عدالتي پرېكړه يا د آبادۍ تناسب كښې بدلون د خپلواكۍ حق متبادل ګرځېدې نه شي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډې په مهال نائب وزيراعظم اسحاق ډار په كشمير د او آئي سي ارتباطي ډلې وزارتي غونډې ته خطاب وكړو۔ هغه د كشميري اولس په غېر متزلزل او اصولي ملاتړ د او آئي سي عمومي سېكرټري ، د ارتباطي ډلې غړو او د او آئي سي ځانګړي استازي او آزاد مستقل بشري حقوق كمېشن مننه وكړه۔ ده په مقبوضه كشمير كښې پرله پسې سياسي او شهري بندېزونه او د آبادۍ تناسب ٬ سياسي او كلتوري حېثيت بدلولو له د هند روانې هڅې په ډاګه كړې۔ ده ددې خبرې پخلې وكړو چې جمو وکشمیر د ملګرو ملتونو په ايجنډا يوه منلې شوې نړيواله ستونزه ده۔ ده په ډاګه كړه چې د هند لخوا كوم ملكي قانون ٬ انتخابي عمل ٬ عدالتي پرېكړه يا د آبادۍ تناسب كښې بدلون د خپلواكۍ حق متبادل ګرځېدې نه شي۔ ده په او آئي سي ارتباطي ډله زور راوړو چې هغه دې په کشمیر د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو فورمونو په کچه خپل متفقه دريځ برقرار وساتي۔ ده د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير شخړې عادلانه حل لپاره د پاكستان د نه كمزورې كېدونكي ملاتړ وكړو۔











