نیویارک۔23ستمبر(اے پی پی) وزير عظم شهباز شریف د پولیو له منځه وړلو، د مور او ماشوم روغتیا، تغذیې، حفاظتي ستنو ، ډیجیټلائزېشن او د مالياتي شموليت څانګو كښې پاكستان سره د ګېټس فاؤنډېشن مرسته ستائلې ده۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم د دفتر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې وزيراعظم سره د ګېټس فاؤنډېشن چيئرمېن بل ګېټس دلته ملاقات وكړو۔ وزيراعظم د روانې مياشتې په …
وزيراعظم سره د بل ګېټس ملاقات ٬ پوليو له منځه وړلو له په مرسته كولو د ګېټس فاؤنډېشن مننه
نیویارک۔23ستمبر(اے پی پی) وزير عظم شهباز شریف د پولیو له منځه وړلو، د مور او ماشوم روغتیا، تغذیې، حفاظتي ستنو ، ډیجیټلائزېشن او د مالياتي شموليت څانګو كښې پاكستان سره د ګېټس فاؤنډېشن مرسته ستائلې ده۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم د دفتر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې وزيراعظم سره د ګېټس فاؤنډېشن چيئرمېن بل ګېټس دلته ملاقات وكړو۔ وزيراعظم د روانې مياشتې په پېل كښې د ګېټس فاؤنډېشن د ډلې د پاكستان دورې ذكر كولو سره د پولیو له منځه وړلو، د مور او ماشوم روغتیا، تغذیې، حفاظتي ستنو ، ډیجیټلائزېشن او د مالياتي شموليت څانګو كښې پاكستان سره د ګېټس فاؤنډېشن مرسته وستايله۔ وزير اعظم پاکستان څخه د پولیو په بشپړه توګه له منځه وړلو لپاره د حکومت د نه بدلېدونكي لوظ پخلې وكړو۔ بل ګېټس د وزير اعظم په مشرۍ كښې د پولیو له منځه وړلو لپاره د پاکستان د روانو هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د پولیو په بشپړه توګه له منځه وړل د راتلونکي نسلونو د ساتنې لپاره زيات مهم دي۔ وزیراعظم بل ګېټس د حكومت لخوا د كركيلې په څانګه كښې د روانو اصلاحات په اړه هم خبر كړو۔ دواړو لارښودو د غوره تخمونو په تيارولو ٬ د ډنګرو په جینیاتی بهترۍ او د رامخې ته كېدونكې زرعي ټېكنالوجۍ پرمختګ په څانګو كښې د مرستې امكاناتو په لټولو اتفاق وكړو۔ وزیر اعظم په ملاقات كښې بل ګېټس ته زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔











