اسلام آباد۔23 ستمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د سعودي عربستان په 96 مه قومي ورځ سعودي مشرتابه او اولس له مباركي وركولو سره هغوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان او ولي عهد شهزاده بن سلمان په بصيرت لرونكې مشرتابه كښې سعودي عربستان د پرمختګ او سوكالۍ …
د قومي اسمبلۍ سپيكر د سعودي عربستان قومي ورځې په موقع سعودي مشرتابه و اولس له مباركي وركړه
اسلام آباد۔23 ستمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د سعودي عربستان په 96 مه قومي ورځ سعودي مشرتابه او اولس له مباركي وركولو سره هغوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان او ولي عهد شهزاده بن سلمان په بصيرت لرونكې مشرتابه كښې سعودي عربستان د پرمختګ او سوكالۍ پړاؤنه ترسره كوي۔ د مملکت غیر معمولی پرمختګ و كاميابي سعودي اولس لپاره د وياړ وړ ده۔ ده ووئيل پاكستان سعودي عربستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ دواړه هېوادونه په هر سخت وخت كښې يو بل سره ولاړ پاتې شوي دي۔ ده ووئيل د پاكستان پارليمان او د سعودي مجلس شوریٰ ترمينځه مضبوط تړون ددواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكو لا مستحكمولو مؤثره ذريعه ده۔ ده ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه نزدې اړېكې د منطقې امن او استحكام كښې مهم كردار ترسره كوي۔










