نیویارک۔23ستمبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د سعودي عربستان قومي ورځې په موقع خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز السعود، ولی عهد شهزادہ بن سلمان او سعودی ورور اولس له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د شورو په ورځ په اېكس يو پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل د سعودی عربستان پرمختګ نه يوازې مملكت بلكه پاكستان لپاره هم د وياړ وړ دے ، زما د ورور شهزاده …
د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان قومي ورځې په موقع خادم الحرمېن الشریفېن او سعودی ورور اولس له مباركي
نیویارک۔23ستمبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د سعودي عربستان قومي ورځې په موقع خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز السعود، ولی عهد شهزادہ بن سلمان او سعودی ورور اولس له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د شورو په ورځ په اېكس يو پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل د سعودی عربستان پرمختګ نه يوازې مملكت بلكه پاكستان لپاره هم د وياړ وړ دے ، زما د ورور شهزاده بن سلمان په بصيرت لرونكې مشرتابه كښې سعودي عربستان د سوكالۍ او جديديت په سفر روان دے۔ ده ووئيل مونږ سعودي عربستان ستراتيجيكي دفاعي لوظنامه او مكه مكرمه ګډه دفاعي لوظنامه وياړ سره لاس ليك كړه۔ وزیر اعظم په دې موقع د سعودي عربستان خلاف د حوثي بريدونو او په خاص توګه په مقدس ښار مكه مكرمه د ډرون بريد په سختو ټكو غندنه وكړه۔ ده ووئيل د حرمېن شريف حرمت او سلامتيا ته پېښه كومه هم خطره د ګردې نړۍ د مسلمانانو جذبات مجروح كوي۔ ده ووئيل پاكستان د مملكت خپلواكۍ ٬ سلامتيا او د اسلام د مقدس ترين ځايونو حفاظت لپاره سعودي عربستان سره يو برابر ولاړ دے۔ د پاکستان سعودی عرب ملګرتيا زنده باد په نعره خپله خبره ختمولو سره وزیراعظم ووئيل زما دعا ده چې پروردګار دے د پاكستان او سعودي عربستان د ورورولۍ اړيكو ته نوره هم ترقي وركړي۔










