نیو یارک۔23ستمبر(اے پی پی) وزير اعظم شهباز شريف د بلوچستان په پشکان سیمه کښې د قاچاق د یوې لویې هڅې په ناکامولو د پاکستان سمندري ځواک او د پاکستان كوسټ ګارډ ستاینه کړې ده۔ د شورو په ورځ د وزير اعظم د دفتر د رسنیو څانګې لخوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې د جوائنټ اېنټي سمګلنګ آپرېشن لاندې د شوو عملیاتو په ترڅ کښې د مخدره توکو …
د وزير اعظم شهباز شريف بلوچستان کښې د قاچاق یوې لویې هڅې په ناکامولو د نېوي او كوسټ ګارډ ستاينه
نیو یارک۔23ستمبر(اے پی پی) وزير اعظم شهباز شريف د بلوچستان په پشکان سیمه کښې د قاچاق د یوې لویې هڅې په ناکامولو د پاکستان سمندري ځواک او د پاکستان كوسټ ګارډ ستاینه کړې ده۔ د شورو په ورځ د وزير اعظم د دفتر د رسنیو څانګې لخوا په خپره شوې اعلامیه کښې ویل شوي چې د جوائنټ اېنټي سمګلنګ آپرېشن لاندې د شوو عملیاتو په ترڅ کښې د مخدره توکو یوه لویه زېرمه ونیول شوه چې پکښې شراب او غیرقانوني درمل شامل دي۔ وزيراعظم د دې بریالي عملیاتو ستاینه كولو سره ووئيل د ادارو ترمنځ همغږي او همکاري له هېواد څخه د قاچاق د لعنت له منځه وړلو لپاره زياته مهمه ده۔ وزير اعظم په عملیاتو کښې د برخه اخیستونکو اهلكارو د پېشه ور صلاحيت ٬ لېوالتيا او چمتوالي ستاينه و كړه۔










