نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار افغانستن كښې د ترهه ګرو ډلو په موجودګۍ د تشويش څرګندونې سره د دې خبرې په حاجت زور راوړې چې د افغانستان خاوره د ګاونډي هېوادونو او په خاص توګه د پاكستان په ضد د ترهه ګرۍ لپاره استعمالېدو څخه منع كولو لپاره دې كوټلې او د تصديق وړ اقدامات وكړې شي۔د نهې په ورځ …
نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په افغانستان كښې په ترهه ګرو ډلو په موجودګۍ د تشويش څرګندونه وكړه

مزید خبریں
نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار افغانستن كښې د ترهه ګرو ډلو په موجودګۍ د تشويش څرګندونې سره د دې خبرې په حاجت زور راوړې چې د افغانستان خاوره د ګاونډي هېوادونو او په خاص توګه د پاكستان په ضد د ترهه ګرۍ لپاره استعمالېدو څخه منع كولو لپاره دې كوټلې او د تصديق وړ اقدامات وكړې شي۔د نهې په ورځ د خارجه وزارت وياند د اړخه جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د دې خيالاتو څرګندونه د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع د افغانستان په اړه د اسلامي مرستې تنظيم رابطه ګروپ غونډې ته وينا كښې وكړه۔خارجه وزير د دې خبر په حاجت زور راوړو چې د افغانستان خاوره د ګاونډي هېوادونو او په خاص توګه د پاكستان په ضد د ترهه ګرۍ لپاره استعمالېدو څخه منع كولو لپاره دې كوټلې او د تصديق وړ اقدامات وكړې شي۔ده په افغانستن كښې د ترهه ګرو په شته والي د تشويش څرګندونې سره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانو ذكر وكړو۔ده د خېبرپښتونخوا په كوهاټ ضلع كښې اوسني بريد ذكر هم وكړو چې پكښې ګڼ شمېر كسان مړه او ژوبل شوي۔ده ووئيل دا پېښه سيمې څخه پېدا شوې ترهه ګرۍ لويې خطر ښكاره يادګيرنه كوي۔ده زور راوړو چې دا ډول بريد د ترهه ګرو ډلو او د هغوي د پټن ځايونو په ضد د كوټلې اقداماتو سمدستي حاجت رامخې ته كوي








