پاکستان، مصر، سعودي عرب او ترکيه په منطقه كښې په روان تاٶ تريښوالي د تشويش څرګندونه٬ په اسلام آباد مفاهمتي ياددښت عملدرآمد په ځائ ساتلو په حاجت زور راوړې شو

  نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) پاکستان، مصر، سعودي عرب او ترکيه په منطقه كښې په روان تاٶ تريښوالي د تشويش څرګندوني سره زور راوړو چې تل پاتې حل لپاره خبري اتري او سفارتي كاري يواځنۍ لاره ده په اسلام آباد مفاهمتي ياددښت عملدرآمد په ځائ ساتلو په حاجت زور راوړې شو، خارجه وزيراونو په سعودي عرب د ټولو بريدونو پشمول د حوثيانو اوسنو بريدونو غندنه وكړه او د …

 

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) پاکستان، مصر، سعودي عرب او ترکيه په منطقه كښې په روان تاٶ تريښوالي د تشويش څرګندوني سره زور راوړو چې تل پاتې حل لپاره خبري اتري او سفارتي كاري يواځنۍ لاره ده په اسلام آباد مفاهمتي ياددښت عملدرآمد په ځائ ساتلو په حاجت زور راوړې شو، خارجه وزيراونو په سعودي عرب د ټولو بريدونو پشمول د حوثيانو اوسنو بريدونو غندنه وكړه او د سعودي خپلواكۍ٬ سيمه ايزي سلامتيا لپاره د خپل غېر متزلزل حمايت پخلے وكړې شو۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې مصر، پاکستان، سعودی عرب او د ترکیه خارجه وزيرانو د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د 81مې غونډې  په موقع ليدلي٬ په ملاقات كښې په اوسني سيمه ايز او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې٬ خارجه وزيرانو مېنځني ختيز او په پراخه منطقه كښې امن، سلامتیا، استحکام او د خوشحالۍ ودې لپاره د څلورو واړو هېوادونو ترمېنځه د مسلسل مشاورت او رابطه کارۍ د اهميت پخلې وكړو٬ په منطقه كښې جاري تاٶ تريخوالي او په جارحانه کارروائیو د تشويش څرګندونه كولو سره خارجه وزيرانو په دې خبره زور راوړو چې چې تل پاتې حل لپاره مذاكرات او سفارتي كاري يوازنۍ لاره ده ٬ په دې تناظر كښې دوي د اوږدې مودې امن او استحکام لپاره په اسلام آباد مفاهمتي ياددښت عملدرآمد په ځائ د ساتلو په ضرورت زور راوړو۔ خارجه وزيرانو په سعودي عرب د ټولو بريدونو پشمول د حوثيانو اوسنو بريدونو غندنه وكړه او د سعودي خپلواكۍ٬ سيمه ايز سالميت او سلامتيا لپاره د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخلې وكړو۔ دوي زياته كړه چې نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو چارټر له مخې سعودی عرب د خپلې دفاع، د خپلو سيمو او اولس د تحفظ حق لري٬ خارجه وزيرامو بحري جهاز رانۍ سلامتیا او آزادۍ د تحفظ  په اهميت هم زور راوړو۔ دوي د يمن قانوني حکومت او د صدارتي قیادت کونسل لپاره د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخلي كولو سره ووئيل چې د یمن سلامتیا، استحکام او پرمختګ ترلاسه كولو لپاره سیاسی عمل او او د بېلو ډلو په شمولیت اډانه جامع یمني-یمني مذاکرات ضروري دي٬ د فلسطین مسئله په مېنځني ختيز كښې امن، سلامتيا او استحکام ترلاسه كولو لپاره مرکزی حېثیت وړ ګرځولو سره خارجه ۲وزيرانو د فلسطین اولس جائز حقونو لپاره د خپل ملاتړ پخلې وكړو چې پكښې د خپلواكۍ حق او د 4 جون 1967 پولو په بنياد يو آزاد، خپلواكه او متصل فلسطینی ریاست جوړول شامل دے چې پايه تخت ئې ختيز مقبوضه بېت المقدس وي او دا هر څه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د اړوند قراردادونو له مخې وي۔ خارجه وزيرانو د سوډان خپلواكۍ، وحدت، آزادۍ او سيمه ايز سالميت لپاره د خپل غېر متزلزل حمایت پخلې وكړو او د دې د قانوني قامي رياستي ادارو د تحفظ په اهميت ئې زور راوړو۔ دوي د سوډان خپلواكۍ او وحدت ته زيان زيان رسوٶنكې د هرې يوې متوازي ادار په مسترد كولو زور راوړو۔ دوي د سوډان په خاوره كښې د غېر قانوني وسلې٬ د كرايې عسكرو او د غېر ملكي جګيالو د تګ راتګ مخې نيولو په ضرورت هم زور راوړو۔ خارجه وزيرانو په سيمه ايز او نړيوال صورتحاسل كښې نزدې رابطه كاري په ځائ ساتلو او مشاورت جاري ساتلو ته سلا شول دغسې چې اجتماعي سلامتیا مضبوط او په منطقه كښې د اوږدې مودې استحکام ته وده وركرې شي

مزید خبریں