پاکستان كښې د ترهګرۍ په شا د هند او طالبانو جوړه جاړه بې نقابه شوه ٬ د پخواني هندي پوځي افسر د جرم اعتراف

  اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د مودي حکومت لخوا د پاکستان مخالفو ناوړه مقاصدو تر سره كولو لپاره افغان خاوره او د طالبان رجيم كارولو جوړه جاړه يو ځل بيا بې نقابه شوې ده۔ يو پخواني هندي پوځي افسر په پاكستان كښې ترهګري خپرولو لپاره د افغان خاورې د كارولو په جار اعتراف كړے دے٬ پخواني هندي کرنل شيلندره سنګھ د يو پروګرام په مهال د پاکستان …

 

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د مودي حکومت لخوا د پاکستان مخالفو ناوړه مقاصدو تر سره كولو لپاره افغان خاوره او د طالبان رجيم كارولو جوړه جاړه يو ځل بيا بې نقابه شوې ده۔ يو پخواني هندي پوځي افسر په پاكستان كښې ترهګري خپرولو لپاره د افغان خاورې د كارولو په جار اعتراف كړے دے٬ پخواني هندي کرنل شيلندره سنګھ د يو پروګرام په مهال د پاکستان مخالف د هندي سازشونو نه  د پردې لرې كولو اعتراف كړے دے٬ هند افغان خاوره د پاکستان په ضد استعمالولو سره خپل مقاصد ترلاسه كول غواړي۔ د شېلندره سنګھ له مخې هند  تل غواړي چې د پاكستاني پوځ پام د پاك افغان بارډر پلو وګرځولے شي او په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د ټي ټي پي پشمول نورو ترهګرو تنظيمونو سره نښتې وي۔ کرنل (ر) شيلندره سنګھ انکشاف وكړو چې د مودي حکومت رسمي تګلاره دا ده چې په بلوچستان كښې د بي اېل اے په څېر د کالعدم و شرپسند تنظيمونو مالي او عسکري ملاتړ پټ پناه مرسته وكړې شي٬ د دفاعي تجزيه کارو وېنا ده چې د هندي پوځ د حاضر سروس و ريټائرډ افسرانو مسلسل اعترافات د دې خبرې ناقابل ترديد ثبوت دے چې د مودي حکومت پاك پوځ ګېرولو لپاره افغان خاوره او د ترهګرو ډلې د وسلې په توګه استعمالوي

مزید خبریں