پينډۍ 22 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان او روس ترمينځه 9م شريك پوځي مشقونه’’دروژبا-9‘‘ او پاكستان او عمان ترمينځه دويم شريك مشقونه ”وشق الجبل-2‘‘ (ماؤنټين لنكس-II) په رسمي توګه پيل شوي دي ۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي ايس پي آر) له مخې پاك روس مشقونه چراټ دغسې د پاك عمان شريك مشقونه نېشنل كاؤنټر ټيررازم سينټر (اين سي ټي سي) پبي كښې پيل شوي۔تر دوو …
پاك روس شريك مشقونه ’’دروژبا-9‘‘ او پاك عمان مشقونه ”وشق الجبل-2‘‘ پيل شول ۔آئي اېس پي آر

مزید خبریں
پينډۍ 22 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان او روس ترمينځه 9م شريك پوځي مشقونه’’دروژبا-9‘‘ او پاكستان او عمان ترمينځه دويم شريك مشقونه ”وشق الجبل-2‘‘ (ماؤنټين لنكس-II) په رسمي توګه پيل شوي دي ۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي ايس پي آر) له مخې پاك روس مشقونه چراټ دغسې د پاك عمان شريك مشقونه نېشنل كاؤنټر ټيررازم سينټر (اين سي ټي سي) پبي كښې پيل شوي۔تر دوو اوونيو روانو دې مشقونو كښې د پاك پوځ ، روس پوځ او د رائل آرمي آف عمان خاص ډلي ګډون كوي۔د مشقونو بنيادي مقصد د فيلډ او آپريشنل تجربو شريكه تبادله،د ترهه ګرۍ مخنيوي پيشه وره ډرلز او تګلارې لا ښه كولو او شريكې همغږۍ او مرستي ته لا وده وركول دي۔د آئي ايس پي آر له مخې شريك تربيتي او پيشه وره پوهو تبادلې سره به شريك پوځ خپل جنګي او ټيكټيكل صلاحيتونه لا قوي كړي او دې سره به د دوست هېوادونو سره د پاكستان دوه اړخيزه اړيكي لا قوي شي۔







