اسلام آباد۔22ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان په ساران تنګي سيمه كښې د سکيورټي فورسز په کاميابه کارروائۍ كښې د فتنة الهندوستان تعلق لرونكو ترهګرو په وژلو سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل امنيتي ځواكونو د مړانې او وظيفائې پوهې د لارې د ترهګرو ناوړه …
وزيراعظم شهباز شريف په ساران تنګي كښې د فتنه الهندوستان تعلق لرونكو 6 ترهګرو په وژلو سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد۔22ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان په ساران تنګي سيمه كښې د سکيورټي فورسز په کاميابه کارروائۍ كښې د فتنة الهندوستان تعلق لرونكو ترهګرو په وژلو سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل امنيتي ځواكونو د مړانې او وظيفائې پوهې د لارې د ترهګرو ناوړه عزائم خاورې كړې دي۔ ده ووئيل هېواد څخه د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به آپريشن شعبان-2 روان وي ، د پاکستان امن، سلامتيا او پرمختګ ته د زيان رسولو هره هڅه به په بشپړ طاقت سره ناكامولې شي او د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوٶنكو ادارو كارروائۍ به روانې وي۔ وزيراعظم ووئيل قام خپلو مېړنو ځوانانو سره ولاړ دے








