مور و پلار دې تر 5 كلونو عمر لرونكو  كوچنيانو ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي ضرور وركړي: عائشه رضا فاروق

  اسلام آباد۔22 ستمبر(اے پی پی)د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن عائش رضا فاروق مور و  پلار ته غږ كړے دے چې هغوي تر 5 كلونو عمر لرونكو ټولو كوچنيانو ته پوليو څخه د چ كېدو څاڅكي ضرور وركړي او د پوليو مخنيوي ډلو سره بشپړه مرسته وكړي۔ په خپل وېډيو پېغام كښې دې وئيل 21 څخه تر 27 ستمبر د هېواد په 115 ټاكلو ضلعو كښې د …

 

اسلام آباد۔22 ستمبر(اے پی پی)د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن عائش رضا فاروق مور و  پلار ته غږ كړے دے چې هغوي تر 5 كلونو عمر لرونكو ټولو كوچنيانو ته پوليو څخه د چ كېدو څاڅكي ضرور وركړي او د پوليو مخنيوي ډلو سره بشپړه مرسته وكړي۔ په خپل وېډيو پېغام كښې دې وئيل 21 څخه تر 27 ستمبر د هېواد په 115 ټاكلو ضلعو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن روان دے۔ په دې مهال 3 کروړه 10 لكه څخه زياتو كوچنيانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكي وركولې شي۔ عائشه رضا فاروق ووئيل  په مثبت ماحولياتي نمونو كښې كمے خوشبينه دے ، بياهم د پوليو خطر په بشپړه توګه ختم شوے نه دے۔ دې ووئيل د پوليو مخنيوي ډلې په سختو او چېلنجنګ حالاتو كښې هم د كوچنيانو تحفظ له هر كور ته رسي۔ مور پلار دې دوي سره مرسته وكړي۔ دې علمائے کرامو، میډیا، کمیونټی لارښودو او مور پلار ته غږ وكړو چې هغوي  د پوليو كمپائن كاميابۍ له خپل بشپړ كردار ترسره كړي او په ټولنه كښې  د پوليو وېكسين اهميت په اړه پوهاوې راپېدا كړي۔ دې ووئيل هر كوچنې پوليو څخه ساتل زمونږ قامي ذمه واري ده۔ د مور و پلار او ټولنې ټولو طبقو په مرسته هېواد  پوليو څخه د پاكولو مقصد ترلاسه كېدے شي

مزید خبریں