اسلام آباد ۔ 22 ستمبر (اے پي پي) په كوربه هېوادونو كښې د كوم دستاوېزات نه غېر د مېشته افغانانو خلاف كاروائۍ تندې كړې شوي ٬ چرته چې د زياتېدونكې امنيت او معاشي ستونزو تر مخه د دوي شتوالے قامي سلامتيا لپاره يو لوي چېلنج ګرځولے كېږي ۔ د ملګرو ملتونو د كډوالو لپاره ادارې (يو اين ايچ سي آر) اوسني راپور تر مخه سږ كال د ايران نه …
ايران كښې د غېر قانوني مېشته افغانانو په ضد كرېك ډاون ګړندے كړے شو٬ په لاكهونو هېواد ته ستانه كړے شول

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 22 ستمبر (اے پي پي) په كوربه هېوادونو كښې د كوم دستاوېزات نه غېر د مېشته افغانانو خلاف كاروائۍ تندې كړې شوي ٬ چرته چې د زياتېدونكې امنيت او معاشي ستونزو تر مخه د دوي شتوالے قامي سلامتيا لپاره يو لوي چېلنج ګرځولے كېږي ۔ د ملګرو ملتونو د كډوالو لپاره ادارې (يو اين ايچ سي آر) اوسني راپور تر مخه سږ كال د ايران نه تر اوسه 4 لاكهه 39 زره نه زيات غېر قانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه كړې شوي ۔ راپور كښې انكشاف شوے دے چې په بې دخله كوونكو كښې 86 فيصد كسان بيخي غېر رجسټرډ وو او د قانوني او سفري دستاوزېزات نه مكمل محروم وو۔ د راپور تر مخه د روزګار په لټون كښې غېر قانوني او په سختو لارو په پوله د اوړېدو په هڅو كښې په سوونو افغان ځوانان د خپل ځان نه تېر شوي دي۔ بل پلو په دومره لويه شمېره كښې غېر قانوني وګړو ناڅاپه ستنېدو په افغانستان كښې دننه د استوګنې٬ روزګار ٬ روغتيا او د ذده كړو په بنيادي اسانيو فشار زيات كړے دے۔ د معاشي او دفاعي تحزيه كوونكو ترمخه د طالبانو حكومت سختو پاليسيو او د نړيوالو اصولو د پاسدارۍ نه كولو افغانستان په نړيواله توګه يوازې كړے دے٬ د كوم نيغ په نيغه اغيز چې په عامو وګړو راځي۔ د ايران لخوا د غېر قانوني مېشته وګړو د هېواد پرېښودلو امر دا عكاسي كوي چې د منطقې هېوادونه اوس د غېر قانوني تګ راتګ او ممكنه امنيتي اندېښنو تر مخه د دوي نظر انداز كولو ته چمتو نه دي۔










