اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د مالديپ د پارلماني سپيكر عبد الرحيم عبدالله په مشرۍ كښې پلاوي وليدل٬ په دې موقع د پاكستان او مالديپ ترمېنځه په پارلماني اړيكو، شريكه مرسته او په پارلماني سفارت كارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د پارلماني سفارت كارۍ لا مستحكمولو د عزم پخلے وشو۔ په دې موقع …
سپيكر سردار اياز صادق سره د مالديپ پارلماني سپيكر په مشرۍ كښې پلاوي وليدل٬ په شريكه مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د مالديپ د پارلماني سپيكر عبد الرحيم عبدالله په مشرۍ كښې پلاوي وليدل٬ په دې موقع د پاكستان او مالديپ ترمېنځه په پارلماني اړيكو، شريكه مرسته او په پارلماني سفارت كارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د پارلماني سفارت كارۍ لا مستحكمولو د عزم پخلے وشو۔ په دې موقع د خبرو په مهال سردار اياز صادق ووئيل د مالديپ د پارلماني پلاوي دوره به د دواړو هېوادونو د قانون سازو ادارو ترمېنځه روابط لا مستحكم كړي٬ پاكستان مالديپ سره د اوږدې مودې د دوستۍ خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ پاك-مالديپ پارلماني فرينډ شپ ګروپ د دواړو هېوادونو د اړيكو په وده كښې مهم كردار لوبوي۔ سپيكر په دې موقع د مالديپ پارلماني پلاوې د قامي اسمبلۍ د مهمو پارلماني اقداماتو نه هم خبر كړو٬ په قامي اسمبلۍ كښې ينګ پارلماني فورمز، اېس ډي جيز سيكرټريټ، ويمن پارلماني كاكس او چائلډ رائټس كاكس فعال كردار لوبوي









