د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ريجنل -4 وزارتي غونډه كښې ګډون، د فلسطيني رياست جوړولو حق له د خپلې مرستې پخلې

  نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع د ريجنل-4 (R-4)  په وزارتي غونډه كښې ګډون وكړو ٬ په غونډه كښې د تركيه ،سعودي عرب او مصر خارجه وزيرانو هم ګډون كولو۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د ريجنل-4 …

 

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع د ريجنل-4 (R-4)  په وزارتي غونډه كښې ګډون وكړو ٬ په غونډه كښې د تركيه ،سعودي عرب او مصر خارجه وزيرانو هم ګډون كولو۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د ريجنل-4 فريم ورك سره د پاكستان د مضبوط عزم پخلي كولو سره سيمه ايز امن او د خوشحالۍ ودې لپاره د مسلسل رابطو په ضرورت زور راوړو۔ ده د منطقې په تازه صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د صورتحال سوله ايز هواري لپاره د شوو هلو ځلو د بشپړ ملاتړ يې  وكړه۔ وزيرانو د فلسطين اولس د جائز حقونو پشمول خپلواكۍ له د دوي د ناقابل تنسيخ حق او د  4م جون 1967 په بنياد د القدس الشريف پايه تخت سره د يو آزاد، خپلواكه ٬ د عمل وړ او متصل فلسطيني رياست جوړولو د حق د ملاتړ پخلے وكړو كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې دے