نیویارک۔22ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار فلسطینی اولس سره د پاكستان د ټينګ او نه بدلېدونكې تړون پخلي كولو سره د غزه او لوئيدېزې غاړې په وضعه ژوره اندېښنه ښكاره كړې او ويلې يۍ دي چې وروڼو او همكاره هېوادونو سره په ګډه به د فلسطین مسئلې عادلانه او تلپاتي حل لپاره کار ته دوام ورکړو ، د غزه بيا رغونه او د واكمنۍ انتظامات دې د …
فلسطیني اولس سره د پاکستان تړون ټینګ او نه بدلېدونکے دے، وروڼو او همكاره هېوادونو سره په ګډه به د فلسطین مسئلې عادلانه او تلپاتي حل لپاره کار ته دوام ورکړو: اسحاق ډار

مزید خبریں
نیویارک۔22ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار فلسطینی اولس سره د پاكستان د ټينګ او نه بدلېدونكې تړون پخلي كولو سره د غزه او لوئيدېزې غاړې په وضعه ژوره اندېښنه ښكاره كړې او ويلې يۍ دي چې وروڼو او همكاره هېوادونو سره په ګډه به د فلسطین مسئلې عادلانه او تلپاتي حل لپاره کار ته دوام ورکړو ، د غزه بيا رغونه او د واكمنۍ انتظامات دې د فلسطيني مشر تابه په لارښوونه كښې وكړې شي په كومه كښې چې فلسطینی اتھارټی مرکزی کردار ولري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ دلته د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډې په موقع د فلسطين په اړه د او آئي سي اړوندې كمېټۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ نائب وزیراعظم په دې مهال اسماعيل شېخ ته د او آئي سي عمومي سېكتر په ټاكلے كېدو هم مباركي وركړه۔ ده فلسطیني اولس سره د پاکستان د ټینګ او نه بدلېدونکی ټړون پخلے وكړو۔ ده د غزه او لوئيدېزې غاړې په وضعه ژوره اندېښنه ښكاره كړه او د غزه شخړی هواري په منصوبه عملدرآمد مخ په وړاندې بوتللو له يۍ د امریکې، مصر، قطر او ترکیه د ثالثۍ هڅې وستائېلې د كومو توثيق چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد 2803 د لارې شوے دے۔ نائب وزیراعظم په مسجد اقصیٰ؍الحرم الشریف كښې د اسرائيل لخوا د روانو خلاف ورزو سخته غندنه وكړه۔ نائب وزیراعظم په غزہ امن منصوبه او د سلامتی کونسل په قرارداد 2803 په اخلاص سره د بشپړ عمل كولو په حاجت زور راوړو۔ ده د نړيوال قانون او د نړيوالو بشري قوانينو په خلاف ورزو د اسرائيل د احتساب غوښتنه وكړه۔ ده كال 1967 څخه وړاندې پولو سره د يو آزاد ٬ خپلواكه فلسطيني رياست چې پلازمينه يۍ القدس الشريف وي لپاره د پاكستان د بشپړ ملاتړ پخلے وكړو۔ده ووئيل د او آئي سي كمېټۍ له به د مسجد اقصیٰ؍الحرم الشریف او القدس كښې د ټولو اسلامي او مسيحي مقدس ځايونو تاريخي او قانوني حېثيت محفوظ ساتل ٬ ختيز القدس كښې د غېر قانوني آبادكارو مسترد كول ٬ غزه امن منصوبه عملي كول او د ټاكلې مودې سياسي عمل پلو پرله پسې نړيوالې هڅې روانې ساتل وي دغسې چې په نتيجه كښې يۍ 1967 څخه د وړاندې پولو په بنياد يو آزاد ٬ خپلواكه او په جغرافيائي توګه د قبلولو وړ رياست جوړ شي د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي۔ دغسې په ملګرو ملتونو كښې دې د فلسطين د بشپړ غړيتوب ملاتړ هم روان وساتلے شي۔ ده ووئيل د او آئي سي كمېټۍ غړو په حېث دا زمونږ ذمه واري ده چې اجتماعي يووالې په مستقل او پرله پسې سفارتي اقدامات بدل كړو۔ ده ووئيل فلسطيني اولس سره د پاكستان پېوستون نه بدلېدونكے دے۔ وروڼو او همكاره هېوادونو سره په ګډه به د فلسطین مسئلې عادلانه او تلپاتي حل لپاره کار ته دوام ورکړو۔










