نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي د 81مې غونډې په موقع د جاپان خارجه وزير توشي متسو موتيګي سره وليدل ٬ په دې موقع د دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه او د تجارت و سرمايه كارۍ، تعليم، روعتيا، آټو موبائل څانګې او په ډيجيټل آئي ټي …
نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار د جاپان خارجه وزير سره وليدل٬ په بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي د 81مې غونډې په موقع د جاپان خارجه وزير توشي متسو موتيګي سره وليدل ٬ په دې موقع د دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه او د تجارت و سرمايه كارۍ، تعليم، روعتيا، آټو موبائل څانګې او په ډيجيټل آئي ټي مرسته زور راوړلے شو۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د مېنځني ختيز د صورتحال پشمول په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔ د جاپان خارجه وزير سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان د سفارتي او ثالثۍ د هلو ځلو ستائنه وكړه ٬ ډلو دلا هيله څرګنده كړه چې ټولې ډلې به بيا خبرو اترو پلو راستون شي او د اسلام آباد مفاهمت په ياددښت عملدرآمد لپاره به اقدامات وكړي٬ ډلو د توان رسنې٬ سپلائي چينز او په نړيوال معيشت د دې صورتحال په اثرات هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه روابطو رفتار په ځائے ساتلو او د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو له د عزم پخلے وكړو۔










