وسله وال پوځ  د قام  په مرسته  د ترهه ګرۍ مکمل خاتمې او تل پاتي امن لپاره لوظي دے: فیلډ مارشل سید عاصم منیر

پنډي ۔22ستمبر  (اے پي  پي) د پاك پوځ سر لښكر  او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر وئېلي دي وسله وال پوځ به د قام  په غیر متزلزل مرسته د  ترهه ګرۍ  مکمل خاتمې او هېواد  كښې تل پاتې امن  راوستو لپاره لوظي دے۔ د آئي ایس پي آر  تر مخه آرمي چیف و چیف آف ِډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر د کور هیډ کوارټر …

پنډي ۔22ستمبر  (اے پي  پي) د پاك پوځ سر لښكر  او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر وئېلي دي وسله وال پوځ به د قام  په غیر متزلزل مرسته د  ترهه ګرۍ  مکمل خاتمې او هېواد  كښې تل پاتې امن  راوستو لپاره لوظي دے۔ د آئي ایس پي آر  تر مخه آرمي چیف و چیف آف ِډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر د کور هیډ کوارټر پپښور دورہ وكړه۔ ده ته خیبر پښتونخوا كښې   د امنيت په اوسني صورتحال، د ترهه ګرۍ  خلاف په روان آپریشنز،  په بارډر مینجمنټ اقدامات او  صوبه كښې  د فارمیشنز په آپریشنل چمتوالي بریفنګ وركړے شو ۔فیلډ مارشل سید عاصم منیر د افسرانو او ځوانانو  د لوړې حوصلې ، چمتوالي  او  د  پیشه ورہ مهارت  ستائنې سره  هېواد   او د اولس تحفظ  لپاره د دوي  د غیر متزلزل عزم  اعتراف وكړو ۔ده  فارمیشنز ته  همه وخت  د چټك   پاتي كېدو او  د آپریشنل  چمتوالي  اعلیٰ  معیار برقرار  ساتلو امر وكړو۔  ده په دې خبره زور  راوړو چې  وسله وال پوځ به د قام غیر متزلزل مرستې سره   ترهه كرۍ ته ماتې وركوي او  هېواد كښې د  تل پاتي امن و استحکام  باوري كول له عزم ثابت قدم دے ۔ده د شهيدانو په  یادګارِ د ګلونو څادر خپور كړو او   فاتحه خواني ي ېوكړه  او د ګرانِ وطن دفاع او د  ترهه ګرۍ  خلاف جنګ كښې د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو يې دوي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاتدې كولو سره ووئېل  د دوي لوي  قربانۍ به كله هېرې نه كرې شي ۔ دغسې پیښور ته په راتګ  کور کمانډر پیښورد چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز  هر كلے وكړو

مزید خبریں