نیویارک۔22 ستمبر (اے پی پی) نائب وزیر اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د سعودي عربستان خارجه وزير پرنس فېصل بن فرحان السعود سره ملاقات وكړو چې پكښې دواړو لارښودو د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د ژورو او ورورولۍ اړيكو پخلې كولو سره د سفارتي ٬ سركاري او خصوصي پاسپورټ لپاره د وېزې د شرط ختمولو لوظنامې هركلې وكړو۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې دا …
د نائب وزير اعظم سعودي خارجه وزير سره ملاقات ٬ سفارتي ٬ سركاري او خصوصي پاسپورټ لپاره د وېزې د شرط ختمولو لوظنامې هركلې

مزید خبریں
نیویارک۔22 ستمبر (اے پی پی) نائب وزیر اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د سعودي عربستان خارجه وزير پرنس فېصل بن فرحان السعود سره ملاقات وكړو چې پكښې دواړو لارښودو د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د ژورو او ورورولۍ اړيكو پخلې كولو سره د سفارتي ٬ سركاري او خصوصي پاسپورټ لپاره د وېزې د شرط ختمولو لوظنامې هركلې وكړو۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې دا ملاقات د ملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ 81 مې غونډې په موقع وشو۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار سعودي عربستان سره د پاكستان لخوا د بشپړه يووالي څرګندونه كولو سره د دې وروستيو بريدونو غندنه وكړه۔ دواړو لارښودو مكه مكرمه جوائنټ ډيفنس لوظنامې سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه او د لوظنامې له مخې دوه اړخيزه مرسته مستحكمولو ٬ سيمه ايز امن ٬ ثبات او سلامتيا مخ په وړاند بوتللو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ په ملاقات كښی د لوړې كچې په رابطو او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او دوه اړخيزه چارو د نزدې مرستې جاري ساتلو په اهميت زور هم راوړلې شو۔










