اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران په سركاري دوره تهران ته رسېدلے چرته چې د هغه د ايران خپل همڅنګ اسكندر مومني سره ملاقات وكړو ٬ په دې مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬بيلو څانګو كښې په مرسته او د منطقې په مجموعي صورتحال غور وشو۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې تهران په ته رسېدو د ايران داخله وزير اسكندر …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران سركاري دوره٬د ايران همڅنګ اسكندر مومني سره ملاقات٬په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران په سركاري دوره تهران ته رسېدلے چرته چې د هغه د ايران خپل همڅنګ اسكندر مومني سره ملاقات وكړو ٬ په دې مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬بيلو څانګو كښې په مرسته او د منطقې په مجموعي صورتحال غور وشو۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې تهران په ته رسېدو د ايران داخله وزير اسكندر مومني په هوائي ميدان د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي تود هركلے وكړو۔ دې نه پس د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران داخله وزارت ته لاړو چرته چې د هغه په باضابطه توګه هركلے وكړې شو۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د پاكستان او ايران ترمينځه شريكو اړيكو او د منطقې په تازه صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په دې موقع دواړو هېوادونو داخله وزارت ترمينځه بيلو څانګو كښې رواني شريكي مرستې په اړه د پیشرفت جاج هم واخست۔د ايران داخله وزير اسكندر مومني سيمه ايز امن او استحكام ودې لپاره د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل عاصم منير مخلصانه هڅې ستائېلو سره د هغوي مننه وكړه۔ده وئيل چې په منطقه كښې د تل پاتې امن لپاره د پاكستان پرله پسې هڅې د ستائنې وړ دي او زه د هغوي مننه كوم۔د ايران داخله وزير د د خپلې اوسنۍ پاكستان دورې حواله وركولو سره هغه ډېره ګټوره او د نتيجې وړ ګرځولې۔په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل چې د پاكستان او ايران د ورورولۍ اړيكې به وخت سره سره لا قوي او مستحكم شي او د دواړژ هېوادونو شريكې ګټې او سيمه ايز استحكام لپاره به په ګډه كار روان ساتلې شي۔










