کوهاټ 21 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د ګل په ورځ د كوهاټ سي اېم ايچ ته لاړو او د كوهاټ په پېښه كښې د ژوبل كسانو تپوس پوښتنه ئې وكړه۔ وفاقي وزير د يو يو ژوبل شوي كس سره ملاقات وكړو او د وزيراعظم محمد شهباز شريف د اړخه يې د هغوي زر روغتيا لپاره د نيکو هيلو پيغام ورسولو۔ژوبل …
د اطلاعات وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د كوهاټ سي ايم ايچ ته لاړو،د كوهاټ پېښه كښې د ژوبل شوو تپوس پوښتنه

مزید خبریں
کوهاټ 21 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د ګل په ورځ د كوهاټ سي اېم ايچ ته لاړو او د كوهاټ په پېښه كښې د ژوبل كسانو تپوس پوښتنه ئې وكړه۔ وفاقي وزير د يو يو ژوبل شوي كس سره ملاقات وكړو او د وزيراعظم محمد شهباز شريف د اړخه يې د هغوي زر روغتيا لپاره د نيکو هيلو پيغام ورسولو۔ژوبل كسانو وفاقي وزير د ترهه ګرۍ پېښي په اړه تفصيلات څخه خبر كړو او تپوس پوښتني لپاره په راتللو ئې د ده مننه وكړه او وفاقي وزير د ژوبل كسانو سره خبرو كښې د ترهه ګرۍ پېښي غندنه وكړه۔ده ووئيل د ترهه ګرو كوم دين او مذهب نه وي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو قام د خپلو ځوانانو سره ولاړ دے۔ده ووئيل تاسو چې د كومي مړاني څرګندوني سره د ترهه ګرو مقابله وكړه هغه د ستائني وړ ده۔ وفاقي وزير د ژوبل كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده د كوهاټ په پېښه كښې د ژوبل كسانو لپاره د حکومت د اړخه د هر ممكن مرستي باور هم وركړو۔











