د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي،د ترهه ګرۍ تر ختمولو به په قلاره نه كېښنو۔عطاء اللہ تارړ

  کوهاټ /پېښور 21 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ وئيلي دي  د كوهاټ فضا غمجنه ده،د ترهه ګرۍ اوسنۍ پېښه كښې د هېواد ميړنو ځوانانو د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو سيمه ، صوبه او هېواد محفوظ کړے،هغوي خپل بچي یتیمان كړي خو د ګڼو كسانو بچي ئې د يتيميدو څخه  ساتلي،د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي او د ترهه …

 

کوهاټ /پېښور 21 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ وئيلي دي  د كوهاټ فضا غمجنه ده،د ترهه ګرۍ اوسنۍ پېښه كښې د هېواد ميړنو ځوانانو د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو سيمه ، صوبه او هېواد محفوظ کړے،هغوي خپل بچي یتیمان كړي خو د ګڼو كسانو بچي ئې د يتيميدو څخه  ساتلي،د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي او د ترهه ګرۍ تر ختمولو به په قلاره نه سره نه كېښنو۔د کوهاټ دورې په موقع د ګوند ورکرز ته وينا او ميډيا سره خبرو كښې وفاقی وزیر ووئيل نن د كوهاټ سي ايم ايچ ته په تګ د ژوبل ځوانانو سره زما ملاقات شوے د كومو جذبه  چې د كتلو وه۔يو ژوبل ځوان ووئيل ’’ د ويني تر آخري څاڅكي به جنګيږم ‘‘دغسې بل ځوان د ترهه ګرو د مكمل مقابلې كولو  او هغوي له د ماتي وركولو د عزم پخلے وكړو ۔ ده ووئيل پاك پوځ او د پولیس ځوانانو او افسرانو عملياتو كښې چې د كومي مړاني څرګندونه كړي هغه د ستائني وړ ده۔ كوم ځوانان چې په رخصتۍ وو هغوي هم د ترهه ګرو مقابلې كولو له رارسيدلي وو۔د دغه ځوانانو حوصله او جذبه د كتلو وه۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل د شهيد فهیم پلار د زوي په شهادت د وياړ او اطمینان څرګندوني سره ووئيل زما يو زوې  ؤ كوم چې د درېو خويندو ورور ؤ ۔ده ووئيل د داسې قام بچو له ماتې وركول ممكن نه ده كوم چې د خپلو بچو په شهادت وياړ لري۔ وفاقی وزیر شهيدانو او غازیانو ته پيرزئونې وړاندې كولو سره ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د خپلو ځوانانو سره ولاړ دے۔ وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف واضحه پیغام وركړے چې هغه وخت لري نه دے كله به چې هېواد څخه ترهه ګري ختمه شي۔ فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې پاك پوځ د ترهه ګرۍ په ضد قربانۍ وركوي او هلي ځلي كوي۔ده ووئيل ترهه ګر بزدلان دي او په پټه بريد كوي،بايد هغوي ته معلومه شي چې د هغوي مقابله د يو داسې قام سره ده كوم چې په خپلو ځوانانو وياړ لري۔ وفاقی وزیر ووئيل كله چې كوهاټ كښې دا پېښه كيدله نو د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدی چرته ؤ ؟ده ووئيل وزیراعلیٰ سیاسی هلو ځلو او فوټو شوټ لپاره لاهور كښې ؤ ،بايد هغه د كوهاټ ځپلو او شهيدانو سره ولاړ ؤ  خو وزیراعلیٰ د 15 دقيقو لپاره چورلكه كښې د كوهاټ دوره وكړه او بيا دلته څخه لاړو۔ کاش هغه د شهيدانو كورونو ته تللے  ؤ خو هغه سره وخت نه  ؤ ، هغه سره د اړي ګړي او  پرلت لپاره وخت شته۔ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې دولس نيم كالو راهسي د پي ټي آئي حکومت دے خو د امن و امان مسئله حل نه شوه۔د ترهه ګرۍ په ضد يو نيم سل اربه روپۍ فنډز چرته خرڅ شو، صوبائی حکومت له به د دې ځواب وركول وي۔ده ووئيل دغه فنډز په سیاسی ډول استعماليږي۔ وفاقی وزیر ووئيل تيره ورځ د پی ټی آئی جنید اکبر بيان وركړے چې مونږ به  اسلام آباد سومنات جوړوو،بايد په دې خبره هغه بخښنه وغواړي،ده ووئيل خپله صوبه ئې كهنډر كړه  اوس هر ځائے تباه كول غواړي د كوم به چې چري هم اجازه ورنه كړې شي۔ده پوښتنه وكړه چې فرانزک لیب ولي نه دې جوړ شوے او  د سي ټي ډي   نوې فورس ولي نه دې جوړ شوے هر څو چې فنډز او وسائل شته۔ وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل باني پی ټی آئی سزا شوے مجرم دے، كه څوك مجرم آزادول غواړي نو عدالت شته۔ده ووئيل كه څوك دا ګڼي چې  د وسلي سره به اسلام آباد ته لاړ شو نو د دې اجازه نه شي وركړې كېدې۔ صوبائي حکومت بايد د اولس خذمت او پرمختيائي كارونو ته پام لرنه وكړي۔ده ووئيل شهيدانو او غازیانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو، کوهاټ ته  په  راتللو  او  د شهيدانو كورنيو او ژوبل شوو سره ملاقات كښې مې حوصله زياته شوې۔ ان شاء اللہ ډير زر به ترهه ګري ختمه كړې شي او خېبر پښتونخوا به د امن و ترقۍ مركز شي۔ده پوښتنه وكړه چې د هغه وګړو څه قصور دے چې د سياسي هلو ځلو په وجه د هغوي کاروبار بند شي۔ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د بجلۍ او ګاز مسئلو حل لپاره به وفاقی حکومت خپل کردار ترسره كوي،دغسې صوبائی حکومت به د فنډز په بهانه كولو نه پريږدو،هغوي څخه به حساب اخلو۔ وفاقی وزیر ووئيل د حکومت مقصد د اولس خدمت او د هېواد پرمختګ دے، سیاسی تاؤ ترېښوالې او احتجاج د لارې اولسي مسئلې نه شي حل كيدې۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل وزیراعظم قومی اسمبلۍ كښې څو ځله وئيلي دي چې مونږ خبري اترې كول غوزاړو خو دوي غير سياسي كسان دي او عمر له غير سياسي خبري كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پي ټي آئي په احتجاجونو د سوداګرو په يوه ورځ كښې د 120 اربه روپۍ زيان كيږي،آيا دا 120 اربه روپۍ به سهیل آفریدی د خپل جيب څخه وركوي۔ كه دوي پرمختګ نه شي وركولې نو په لارو كښې خو دې خنډان نه راولاړوي۔ وفاقی وزیر ووئيل دغه كسانو د خبرو اترو نه دي،كه خبري اتري كول وي نو ډير پخوا به شوې وي۔ده ووئيل وفاقي حکومت د كوهات پشمول د خېبر پښتونخوا مسئلو حل لپاره كردار ترسره كوي۔ده يو ځل بيا د دې عزم څرګندونه وكړه چې د امنيتي ځواكونو قربانۍ به بے ځايه نه ځي،ترهه ګري به په بشپړ ډول ختمولې شي او خېبرپښتونخوا به د امن مركز جوړولې شي۔