پاکستان د نړيوال امن و سلامتیا لپاره د ملګرو ملتونو مركز جوړولو ترمخه كوټلي ګڼ اړخيزه نظام لپاره د كلك لوظ پخلے كوي۔محمد اسحاق ډار

  اسلام آباد 21 ستمبر  (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان د نړيوال امن و سلامتیا لپاره ملګري ملتونو د مرکز جوړولو  په توګه د  كوټلي ګڼ اړخيزه نظام لپاره د كلك لوظ پخلے كوي،دا ورځ زمونږ د ټولو لپاره د مهمي يادګيرني ورځ ده چې مکالمه، سفارت کاري او د ملګرو ملتونو د چارټر په مقاصدو او اصولو عمل سره …

 

اسلام آباد 21 ستمبر  (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان د نړيوال امن و سلامتیا لپاره ملګري ملتونو د مرکز جوړولو  په توګه د  كوټلي ګڼ اړخيزه نظام لپاره د كلك لوظ پخلے كوي،دا ورځ زمونږ د ټولو لپاره د مهمي يادګيرني ورځ ده چې مکالمه، سفارت کاري او د ملګرو ملتونو د چارټر په مقاصدو او اصولو عمل سره كوټلې امن ترلاسه كيدے شي۔د خارجه دفتر وياند له مخې نائب وزیراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د امن نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وكړه۔ده ووئيل پاکستان د نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې د ملګرو ملتونو چارټر برقرار ساتلو سره د نړيوال قانون احترام او د شخړو منصفانه او تل پاتي حل لپاره امناكه ذريعو سره خپلي ذمه وارۍ پوره كړي۔نائب وزیراعظم ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې پوځي ډلې ليږونكې د ډېرې مودې راهسې د وړومبي صف هېواد په توګه نړيوال امن و سلامتیا لپاره لوظي دے۔ده ووئيل پاكستان د شخړو مخنيوي او د هغې حل لپاره د مکالمې او سفارت کارۍ د لارې د كوټلي نقطه نظر مرسته روانه ساتلې ده ،د شخړو امناكه حل حق كښې زمونږ سفارتی هڅي چې پكښې د ایران او امریکې ترمينځه ثالثی هم شامله ده،د دې عزم عکاسی کوي۔ده ووئيل تير كال د کونسل صدارت په مهال د پاکستان د اړخه وړاندې شوے د ملګرو ملتونو سکیورټي کونسل قرارداد 2788 په متفقه توګه منظوريدل د شخړو امناكه هواري لپاره د میکانزم قوي كولو  د کونسل عزم يو مهم تصدیق دے۔ده ووئيل د پاکستان موقف دے چې غیر حل شوې شخړي سيمه ايز او نړيوال عدم استحکام له هوا وركوي، پاکستان دا هم ګڼي چې كله د ملكرو ملتونو تسليم شوي د خپلواكۍ حق څخه انکار وكړے شي او د ملګرو ملتونو سکیورټی کونسل په قراردادونو عمل درآمد ونه کړے شي نو امن نه شي راتللے۔نائب وزیراعظم ووئيل پاکستان  امناكه او سوكاله نړۍ لپاره په شريك عزم مخ په وړاندې بوتللو كښې يو د باور وړ شراکت دار په توګه کردار ترسره كولو له چمتو دے۔