هېواد كښې د صحت پشمول بيلو څانګو كښې موجوده بدعنوانۍ ختمولو لپاره موثر اقدامات روان دي ۔ د روغتيا وفاقی وزیر

  کراچۍ 21 ستمبر  (اے پي پي) د روغتيا وفاقی وزیر مصطفیٰ کمال وئيلي دي هېواد كښې د صحت  پشمول بيلو څانګو كښې موجوده بدعنوانۍ ختمولو لپاره موثر اقدامات کیږي، حکومت د نظام ډیجیټلائز کولو پريكړه كړي دغسې چې د كوم هم فائل مخنيوي،بے دركه كيدو يا  د كوم درخواست په غیر قانونی توګه د وړاندې كولو امکانات ختم کړے شي۔د روغتيا قامي وزارت د اړخه جاري شوي بيان له …

 

کراچۍ 21 ستمبر  (اے پي پي) د روغتيا وفاقی وزیر مصطفیٰ کمال وئيلي دي هېواد كښې د صحت  پشمول بيلو څانګو كښې موجوده بدعنوانۍ ختمولو لپاره موثر اقدامات کیږي، حکومت د نظام ډیجیټلائز کولو پريكړه كړي دغسې چې د كوم هم فائل مخنيوي،بے دركه كيدو يا  د كوم درخواست په غیر قانونی توګه د وړاندې كولو امکانات ختم کړے شي۔د روغتيا قامي وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې د کراچۍ کوهی ګوټھ ویمنز روغتون نرسنګ کالج پرانستي دستوري ته وينا كښې وفاقی وزیر ووئيل د صحت څانګه د پاکستان لپاره د قامی سلامتیا او قامي معاشي مسئله ده،مونږ له به د روغتيا په څانګه كښې خپل ترجیحات سمول وي۔د صحت نظام كښې د بدعنوانۍ او غير ضروري خنډانو ختمول او نظام په جدید ډول روانول د وخت مهم حاجت دے۔وفاقی وزیر ووئيل پاکستان ته د پېښو مسئلو بنیادی وجه د وسائلو كمے نه بلكه د نظام خرابی او بدعنوانی ده۔ده ووئيل جائز کار لپاره هم كه رشوت او سفارش سره مخ كيدل وي نو دا د ټول نظام لپاره د فکر وړ لمحه ده۔ده ووئيل د نرسنګ په څانګه كښې هم د اصلاحات عمل روان دے،د نرسنګ کونسل نظام كښې موجود خرابۍ لري كولو لپاره قانون كښې بدلون شوے او نوي نظام ترمخه د نرسنګ کالجونو د منظورۍ عمل سپيځلے كيږي۔ وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال ووئيل د نرسنګ کالجونو انسپیکشن او منظورۍ عمل كښې د ګيلو او بدعنوانو رامخې ته كيدو نه پس ګڼ اقدامات شوې دي۔ ده ووئيل كومو ادارو چې رشوت یا غیر قانوني طریقې سره  د منظورۍ ترلاسه كولو هڅه كړې،د هغې په ضد به کارروائی کولې شي۔وفاقی وزیر ووئيل د نرسنګ څانګه كښې پاکستان ته په لويه شميره كښې تربیت یافته افرادي قوت پكار دے۔هېواد كښې د نرسز کمي سره سره په نړيواله كچه هم د پاکستان تربیت یافته نرسز طلب شته۔كه د نرسنګ په څانګه كښې معیاری تعلیم او تربیه وركړې شي نو دا انسانی وسائل د پاکستان لپاره مهمه معاشي اثاثه ثابتيدې شي۔