اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري هنګو كښې شهيدو شوو 6 ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي هنګو كښې د هېواد دفاع كولو په مهال شهيد شوي پاكستانيان نران زامن وو٬دې مېړنو ځوانانو د كوم سياسي ګوند لپاره نه بلكې د پاكستان په خاطر قربانۍ وركړې٬د شهيدانو د جنازې په مونځ كښې د پي ټي آئي …
هنګو كښې د شهيد شوو ځوانانو په جنازه كښې د پي ټي آئي صوبائي حكومت لخوا د كوم هم غړې ګډون نه كول افسوس ناك دے ۔ډاكټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري هنګو كښې شهيدو شوو 6 ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي هنګو كښې د هېواد دفاع كولو په مهال شهيد شوي پاكستانيان نران زامن وو٬دې مېړنو ځوانانو د كوم سياسي ګوند لپاره نه بلكې د پاكستان په خاطر قربانۍ وركړې٬د شهيدانو د جنازې په مونځ كښې د پي ټي آئي صوبائي حكومت لخوا د كوم هم غړي ګډون نه كول افسوس ناك دے۔د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د صوبائي حكومت نمائندګي نه كولو څخه ځينې سنجيده پوښتنې رامخې ته كيږي٬خېبرپښتونخوا كښې امنيتي ځواكونه هره ورځ د هېواد لپاره د ځانونو قربانۍ وركوي۔وفاقي وزير ووئيل صوبائي حكومت دې اووئي چې د ځوانانو قربانو په وخت د هغوي قيادت چرته و؟د خېبرپښتونخوا زامن د ترهه ګرۍ په ضد عظيمې قربانۍ وركوي۔












