انقره/ اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان ٬ سعودي عرب او د تركيه تر مينځه د مجوزه درې اړخيزه دفاعي شراكتدارۍ "مكه الائنس " جوړولو كښې لوي پېشرفت رامخې ته شوے دے۔ د تركيه خارجه وزير حاقان فيدان يوه مركه كښې په دې پېشرفت د مكمل اطمېنان څرګندونې سره ووئېلې دي دا الاننس ډېر ګټور او په سم لوري مخ په وړاندې روان دے او درې واړه …
د پاكستان ٬ سعودي عرب او تركيه مشتركه هېډ كوارتړ به ډېر زر فعاله شي ٬ خارجه وزير
انقره/ اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان ٬ سعودي عرب او د تركيه تر مينځه د مجوزه درې اړخيزه دفاعي شراكتدارۍ “مكه الائنس ” جوړولو كښې لوي پېشرفت رامخې ته شوے دے۔ د تركيه خارجه وزير حاقان فيدان يوه مركه كښې په دې پېشرفت د مكمل اطمېنان څرګندونې سره ووئېلې دي دا الاننس ډېر ګټور او په سم لوري مخ په وړاندې روان دے او درې واړه هېوادونه دې لوظ نامې ته عملي شكل وركولو لپاره مكمل لوظي دي۔ هغه ووئېل د لوظ نامې اداراجاتي ٬ مستقل سېكرټريټ او شريك هېښډ كوارټر جوړولو باندې د وړاندې نه اتفاق راغلے دے ۔ د تركيه خارجه وزير تر مخه د مكه الائنس مشتركه عسكري هېډ كوارټر به زر فعاله شي او د آپرېشنل هېډ كوارټر لپاره د عملې په ځائے كولو عمل به زر پېل شي۔ دفاعي پوهانو د ترك خارجه وزير بيان د دريو واړو ورونړو هېوادونو تر مينځه رسمي عسكري همكارۍ پلو يو مهم ګام ګرځولے دے۔












