اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق سره د پوليو مخ نيوي ذيلي قامي كمپائن پرانسته وكړه ۔په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير او د وزيراعظم پوليو مخ نيوي فوكل پرسن ماشومانو ته د پوليو څخه بچ كېدو څاڅكي وركړل ۔د پوليو مخ نيوي د ذيلي قامي كمپائن د ټول …
د قامي روغتيا وفاقي وزير د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق سره د پوليو مخ نيوي قومي كمپائن پرانسته وكړه
اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق سره د پوليو مخ نيوي ذيلي قامي كمپائن پرانسته وكړه ۔په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير او د وزيراعظم پوليو مخ نيوي فوكل پرسن ماشومانو ته د پوليو څخه بچ كېدو څاڅكي وركړل ۔د پوليو مخ نيوي د ذيلي قامي كمپائن د ټول هېواد 115 ټاكلو ضلعو كښې به د 21 نه تر 27 ستمبر روان وي۔په دې مهال به نزدې 3 كروړه 10 لكه پنځو كلونو څخه كم عمره ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي وركولې شي۔په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال ووئئېل د پاكستان حكومت د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ټول هېواد څخه د پوليو بشپړه خاتمې لپاره عزم لري۔د پوليو خاتمې لپاره موثر او مربوط قامي غبرګون به لا قوي كولې شي۔د روغتيا وفاقي وزير ووئيل چد پوليو خاتمې لپاره به د مور پلار ٬كميونټي٬لارښودو او ټول اسټيك هولډرز مرسته ضروري ده۔پنځو كلونو څخه د كم عمره هر ماشوم ويكسينيشن باوري كول قامي ذمه واري ده۔ده په والدين زور راوړو چې دوي دې خپل هر د پنځو كلونو څخه كم عمر ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي وركړي او د پوليو خاتمې قامي هڅو كښې خپل كردار ادا كړي۔د پرانستې دستوره كښې نېشنل كوآردينيټر٬ګډون د كوونكو ادارو استازي او د پوليو پروګرام د كور ګروپ غړي هم موجود وو۔












