تل پاتي امن لپاره  مكالمه ٬  زغم ٬  شريك احترام او د قانون واكمني ضروري ده ٬ اعظم نذير تارړ

  اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پي پي)  د قانون وفاقي وزير اعظم نذيرتارړ وئېلي دي  تل پاتي امن لپاره مكالمه ٬ برداشت ٬  شريك احترام او د قانون واكمني ضروري ده ٬  د شخړو او اختلافات د طاقت په ځائے په امن ناكه  لارو چارو لرې كول پكار دي۔ د امن په نړيواله ورځ خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئېل  امن يوازې د جنګ د خاتمې نامه نه …

 

اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پي پي)  د قانون وفاقي وزير اعظم نذيرتارړ وئېلي دي  تل پاتي امن لپاره مكالمه ٬ برداشت ٬  شريك احترام او د قانون واكمني ضروري ده ٬  د شخړو او اختلافات د طاقت په ځائے په امن ناكه  لارو چارو لرې كول پكار دي۔ د امن په نړيواله ورځ خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئېل  امن يوازې د جنګ د خاتمې نامه نه ده  بلكې د انصاف ٬ يو برابر حقونو  ٬ تحفظ او بشري وقار هم د امن  بنيادونه دي ۔ ده ووئېل  د قانون واكمني  او موثر د انصاف نظام  د امن لپاره بنيادي اهميت لري ۔ اعظم نذير تارړ ووئېل پاكستان د ترهه ګرۍ خلاف  جنګ كښې د امن لپاره  لوي انساني  او مالي زيان پورته كړے دے۔ د پېچلو او نړيوالو شخړو هواري لپاره  شريك باور او رغنده مكالمه ضروري ده ۔ ده ووئېل   اختلاف د جنګ په ځائے په خبرو اترو او دليل حل كول د مهذبه ټولنې پېژندګلو ده۔  پاكستان  نړيوال امن ٬ قانون  او كڼ اخيزه مرستې ته د ودې لپاره خپل كردار به  روان ساتي۔ وفاقي وزير ووئېل   د امن ٬ زغم او شريك احترام په وده كښې د ټولنې  هر وګري له به خپل كردار تر سره كول دي۔   ده ووئېل  نړيواله د امن ورځ  مونږ ته د امن لپاره د عملي ګامونو او مرستې  د عزم د تجديد موقع راكوي۔