احتجاج ، پرلت او هړتالونه د مسئلو حل نه دے٬ د خبرو اترو لاره د ټولو نه غوره او مناسب ده۔ وفاقي وزير محمد اورنګزېب

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي)  د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي مارچ، پرلتونو او ړهړتالونو څخه د معاشي پرمختګ سفر ځپلې كېدے شي٬ د معاشي هلو ځلو تعطل سره قامي معيشت ته د اربونو روپو د زيان اندېښنه ده، احتجاج او  پرلتونو څخه  به معيشت ته هره ورځ د 120 اربه روپو زيان رسي، تل پاتي معاشي استحکام ترلاسه كول زمونږ د ټولو مشتركه ذمه …

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي)  د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي مارچ، پرلتونو او ړهړتالونو څخه د معاشي پرمختګ سفر ځپلې كېدے شي٬ د معاشي هلو ځلو تعطل سره قامي معيشت ته د اربونو روپو د زيان اندېښنه ده، احتجاج او  پرلتونو څخه  به معيشت ته هره ورځ د 120 اربه روپو زيان رسي، تل پاتي معاشي استحکام ترلاسه كول زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده، ده ووئيل مونږ معاشي استحکام څخه معاشي پرمختګ پلو وران يو، د زرمبادله پانګې د هېواد تر لوړې كچې رسېدلې دي، په مالياتي زيان كښې ځانګړې كمے راغلے دے، خرڅونه كموٶ٬ كرنټ اکاٶنټ سرپلس دے، ترسيلات زر كښې ورځ په ورځ د اضافې رجحان دے، ده ووئيل  د برآمدات څانګه په درست لوري روانه ده، د پاکستان سټاک مارکيټ كښې د سرمايه کارو شمېره زياته شوې ده، د بده مرغه د مېنځني ختيز صورتحال څخه ټول  ځپلې كېږي، ده ووئيل هيله لرو چې د معاشي پرمختګ سفر كښې بع لا بهتري راشي، احتجاج ، دھرنې او هړتالونه د مسئلو حل نه دے٬ د خبرو اترو لاره د ټولو نه غوره او مناسب ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔  ده ووئيل نن زه ځېنې حقائق اولس ته وړاندې كول غواړم، په تېره اوونۍ كښې زمونږ د زرمبادله پانګې 21.4  اربه ډالرو  ته رسېدلې، په قامي تاريخي كښې مالياتي خساره د هائي سنګل ډيجټ څخه 2.6 ته راغلې ده  او آمدني زياتېږي٬ مونږ هڅې كوٶ چې خرڅونه كم كړو، دهووئيل  کرنټ اکاؤنټ کارکردګۍ كښې  ځانګړې بهتري راغلې ده۔ 14 كاله پس کرنټ اکائونټ سرپلس ته راغلے دے، تېر كال زمونږ اکاؤنټ برابر ٶ۔ د خزانې وزير ووئيل زمونږ د آئي ټي برآمدات كښې مسلسل د اضافې رجحان دے، تېركال د 4.6 اربه ډالرو برآمدات شوي او په سږ كال ان شاءالله تعالي زياتېدو سره به 5.5  اربه ډالرو ته ورسي۔ ده ووئيل مجموعي قامي برآمدات هم زياتېږي، زمونږ د کرنټ اکاؤنټ  خساره د جي ډي پي  يو فيصد ته نزدې ده، دغسې زمونږ د جي ډي پي ګروتھ تېر كال 3.7  فيصده شوې ٶ او ان شاء الله تعالي په سږني كال د څلور فيصده نه د زياتېدو اميد دے  چې پكښې د لارج  سکيل مينوفيکچرنګ د څانګې کارکردګۍ ځانګړې برخه ده۔ د خزانې وزير محمد اورنګزېب ووئيل چې په قامي برآمدات كښې په مياشتني او كلنه بنياد ګروتھ روان دے۔ سينيټر محمد اورنګزيب  ټولو اړوند ډلو ته خواست وكړو چې زمونږ كومې مسئلې دې په ګډه ناسته دې حل كړې شي۔ ده ووئيل د خزانې وزير په توګه زما دا فرض ٶ چې د شمېر او حقائقو سره سره په معيشت د دې د اثراتو په اړه قام خبر كړم دغسې چې زمونږ معاشي سفر  دوام دار پاتې شي۔